انجلينا جولي افغانستان ته راورسېده

د هالي ووډ مشهوره لوبغاړې انجلينا جولي چې پر سينمايي کارونو سربېره له خپل مېړه برېډ پېټ  سره په خيريه او بشري کارونو کې هم بوخته ده ، پرون ناوخته افغانستان ته راورسېده. اټکل کيږي، چې نوموړې به د يو شمېربې وزلو او اړو خلکوله استوګنځايونو څخه کتنه وکړي. دوه نيم کاله وړاندې هم انجلينا جولي افغانستان راغلې وه او په هېواد کې د ننه د يو شمېر بې ځايه شويو خلکو له کمپونو څخه يې ليدنه وکړه.