
نن ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو
وزير زلمی رسول ،د يوه پلاوي سره ، د سعودي عربستان په لوري وخوځيد. په دې پلاوي
کې د سولې د عالي شورا رييس او د جمعيت ګوند مشر برهان الدين هم شامل دی او د نړيوالو
اړيکو لخوا به په جوړيدونکې غونډه کې به ونډه واخلي.
په دغه غونډه کې ، چې دنورو بهرنيو هېوانو
او د سيمې هيوادونو استازي به هم په کې ګډون لري او د پنجشبې په ورځ د جدې په ښار
کې جوړيدونکې ده ،د مخالفينو سره د سولې، افغان ځواکونو ته د امنيت ساتلو د مسؤليت
انتقال او نورو اړوندو مسايلو باندې خبرې اترې وشي.
د پاملرنې وړ ده، چې په افغانستان کې
د سولې په ﻻره کې تل شمال ټلواله يو لوی خنډ و او د نجيب حکومت په وروستيو کې د
ملګرو ملتونو د سولې پلان د دوی لخوا ناکامه شو. د سيمې د چارې شنونکي په دې اند دي، چې د شمال
ټلوالې د يوه وتلي مشر برهان الدين رباني ته د سولې د عالي شورا د رياست سپارل يوه
تيروتنه وه او دخلکو په اصطلاح ليوه ته د رمې د ساتلو دندې سپارل دي.