په کونړ کې د امريکاياو پر ضد ﻻريون وشو

د کونړ په وﻻيت کې په زرګونو خلکو وروسته له هغې ﻻريون وکړ، چې تيره شپه د دغه وﻻيت په غازي اباد ولسوالۍ کې، د ناټو لخوا بمباري وشوه او نهه تنه په کې ووژل شول. يوه اوونۍ مخکې هم په دې سيمه کې 65 تنه ملکي خلک وژل شوي وو.
په غوسه شويوخلکو ، د مرګ پر امريکا! شعارونه ورکول او د دغه وﻻيت د والي فضل الله په وينا ، له حکومت څخه يې د عاملينو د محاکمې او په سزار رسولو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې اوسمهال شاوخوا 150 زره بهرني سرتيري ځای پر ځای شوي، چې يوازې امريکايان سل زره دي. د پوځي چارو کارپوهان په افغانستان کې د دومره شمېر پوځيانو راټوليدلو اړتيا ځکه نه ګوري، چې په افغانستان کې کيدی شي د القاعده پنځوس غړي هم موجود نه وي. نړيوالو ځواکونو افغانستان ته د ترهګرۍ او په ځانګړې توګ د القاعده سره دمبارزې په  پلمه راغلي دي.