کونړ کې د ناټو په بمباريو کې  9 ماشومان وژل شوي

تيره شپه دکونړ وﻻيت د غازي اباد په ولسوالۍ کې بيا هم ملکي خلک وژل شوي دي. رېپوټونه وايي، چې په دغه  بمبارۍ کې نهه تنه ماشومان وژل شوي دي. تيره اوونۍ هم په کونړ کې ، د ناټو په عملياتو کې 65 تنه عام وګړي وژل شوي وو، چې زياتره يې ماشومان او ښځې وې.
نن ورځ  په ولسي جرګه کې هم د عاموخلکو پر وژنه نيوکه وشوه او د ولسي جرګې نوي ټاکل شوي، مشر عبدالرؤف ابراهيمي  پر دې بمباريو نيوکه وکړه. رمضان بشر دوست په ولسي جرګه کې استازي  وويل : که امريکايان د دې لپاره راغلي وي، چې د افغانستان بېګناه خلک ووژني موږ دا نه غواړو. نوموړي حتی د دې وړانديز وکړ، چې د پارلمان غړي بايد د امريکا سفارت په لوري ﻻريون وکړي. نوموړي دا هم وويل ، که د پارلمان نوی ټاکل شوی رييس د امريکايانو له ګوليو ويره لري او نشي کولی د ﻻريون په سر کې ودريږي، دی حاضر دی د دغه ﻻريون په سر کې ودريږي. ځينې نورو وکيلانو هم د دې وړانديز ملاتړ کړی.
د پاملرنې وړ ده، چې په پارلمان کې دا ځل تر پخوا هم لږ او د ګوتو په شمېر د خلکو استازي رسيدلي او زياتره يې د بهرنيو هېوادنو په ملاتړ او د پيسو په زور ولسي جرګې ته رسيدلي. دا تصادفي نه ده، چې دا ځل په پارلمان کې د تاجکانو په تناسب د هزاره د استازو شمېر زيات دی. خو د هزارګانو  د شمېر دغه زياتوالی د پښتنو د استازو د راکميدو په قيمت رامنځته شوی دی. د دې يوه ښه بېلګه د غزني وﻻيت دی ، چې اکثريت پښتانه خو، په پارلمان کې يو استازی هم نه لري او له غزني وﻻيت څخه پارلمان ته يوازې هزاره وکيلانو ﻻر موندلې ده. کارپوهان په دې اند دي ، چې په پارلمان کې د امريکايانو پر ضد کله ناکله احتجاج  له دې امله کيږي، چې ايران غواړي د امريکا لپاره جنجالونه زيات کړي. البته  دغه کارپوهان د رمضان بشر دوست په څېر وکيلان په دغه کړيو پورې نه تړي.