
ليکوال:ګل رحمن رحماني
ته پوهېږې چې دژوند څومره شېبې
مې ددې له پاره ووژلې چې دګڼو هیلو له بوجه ځان سپک کړم ، تابه له ګلونو ډکې څانګې
لیدلې وي او پوهېږې به چې څومره ښکلې ښکاري او دانسان سترګو ته کوم سرور ورکوي ؟
خو داهم مه هېروه چې دغه څانګې يوه ورځ نه یوه ورځ ماتېږي او ځمکې ته لوېږي ، که
دګلونو په مهال ماتې نه شوې نو سیلۍ او
نرمې وږمې يې هم ماتوي خو که داهم نه وو نو دمېوو د راوړلو او لوېدو په مهال به يې
ځای د ونې په ځای دځمکې سپېرې خاوري وي .
نن زما زړه همدغه څانګې ته ورته
دی شاید دا به هم یو لېونتوب وي چې په دومره واړه زړه کې مې دومره لويې او ګڼې
هيلې رانغاړلې ، په دې هم نه پوهېږم چې زما دغه هیلې به پوره شي او کنه ؟ زه هره
شېبه همدا احساسوم چې د زړه څانګه به مې
ماتیږي او دغه غوټۍ به له مېوو راوړلو مخکې
د خاورو غیږ ته ځي .
خوکاشکي چې دمېوو تر راوړلو او ترهغه وخته چې د خپلو
هيلو دغه قافله د خوبونو تر شنه ساحل او شنې ماڼۍ رسوم ، بیا که ماتېږي هم نو روح
به مې له زمانې نه ګیلمن نه وي زه به هم خپلې ماضې ته هروخت په وياړ سره راستنېږم .
اې زما د زړه واکمنه !
زما د زړه پر ځمکه دې ولې د دومره
هیلو زړي وشنیدل چې په راشنه کېدو سره يې هره شېبه دغه ځمکې چوي او زړې ورڅخه شنې څوکې راوباسي . زرغونیږي او بیايې چې هره
شېبه نری باد خوځوي نو زما په زړه کې يې د درد رېښې خوریږي، اوس دا هم دهېرېدلو نه
ده چې د دغه هيلو د ترسره کېدو په ځای به مې زړه
یوازې او يوازې په يوه بې نومه هدیره بدل شي خو خلکو به ورباندې یو وخت د هیلو
د مزار نوم اېښی وي یقیناً چې هغه به داسې
ورځ وي چې زه او هیلې به مو یو بل ته پردي وو خوپه ټوله نړۍ کې به يوازې یوکس پوهېږي چې زه له خپلو هيلو نه لاهم نه يم
تېر شوی او اوس هم څومره راته ګرانې دي ؟
۱۳۸۹-۱۲-۸