د کابل پروسې دويم کنفرانس ته د وینا پرمهال ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته د سولې د وړاندیز تر څنګ پاکستان هم د دولت پر دولت د مذاکراتو له لارې د افغانستان او پاکستان د ستونزو د حل وړاندیز وکړ.افغان حکومت تل خپلو خبرو باندې عمل کړی، خو پاکستان همیش افغان حکومت سره دوه مخی سیاست کړی او په خپلو خبرو باندی یی همیش افغان حکومت او نړیوالو ته دروغ وایی.
افغان حکومت د تل په څېر د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره دوستانه او د دواړو هېوادونو په ګټو ولاړ مناسبات غواړي او د همدې لپاره د افغانستان د ملي امنیت مشاور ښاغلي حنیف اتمر د پاکستان د ملي امنیت سلاکار متقاعد جنرال ناصر جنجوعه ته بلنه ورکړه او د همدې اونۍ په پیل کې نوموړی کابل ته راغی دلته یی له ډیرو لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته وکړه.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته د خپل سفر موخه پر دوی د لګېدلو تورونو سپیناوی، د پاکستان او افغانستان د مشرانو تر منځ د مخامخ خبرو زمینه برابرول او د دواړو هېوادونو د اړیکو عادي کول بللي دي چې له افغان مقاماتو سره په کتنو کې یې په همدې مورد بحث او خبرې کړې دي.
جنجوعه د افغان ولسمشر تر څنګ د اجرایه ریس عبدالله عبدالله او د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره ولیدل او ولسمشر محمد اشرف غني یوه اعلامیه خپره کړه او په کې لیکل شوي وه، چې په دغه کتنه کې د دواړو هیوادونو تر منځ د سیمه ییز اتصال او سیمه ییزو همکاریو پر اهمیت او ګټو د بحث تر څنګ د جرمي اقتصاد او تروریستي شبکو په فعالیت او هغو سره د مبارزې په لارو چارو هم خبرې وشوې.
ښاغلي غني د افغانستان او پاکستان تر منځ د دولت په دولت مذاکراتو د پیل په خاطر چې د (کابل پروسې په دویم کنفرانس) کې پرې ټینګار شوي وه د پاکستان لومړي وزیر شاهدخاقان عباسي ته رسمي بلنه ورکړه، چې کابل ته سفر وکړي، له عبدالله عبدالله سره یې هم وکتل او د دواړو هیوادونو پر همکاریو یې ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې باید دواړوه هیوادونه پاکستان او افغانستان د هر اړخیزو همکاریو باندی ټینګار وکړ او وویل چې پاکستان ته یوه موقع په لاس ورغلې او بايد ترې سمه ګټه پورته کړي.
دا چې افغان حکومت تل له پاکستان سره ښې اړیکې ساتلي او د ښو اړیکو غوښتنه یې ترې کړي، خو پاکستان ورته د ښو اړیکو په بدل کې دوه مخی سیاست لوبولی؛ دا ځل هم د ملي امنیت سلاکار جنرال ناصر جنجوعه وویل چې باید طالبان د افغان ولسمشر د سولې په برخه کې وړاندې شوې طرحه باید له کوم شرط او دلیل پرته ومني.
دا ځل هم ښکاري، چې پاکستان یو ډول دوه مخی سیاست کوي ځکه په یوه ورځ لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي شنګټن ته ځي، هلته د امریکا مرستیال وزیر مایکل پینس سره ویني او هغه ته وایې چې پاکستان په افغانستان کې د امن د روانو هڅو کلک ملاتړ کوي، او په سبا یې د ملي امنیت سلاکار جنرال ناصر جنجوعه افغانستان ته راځي او د افغان حکومت لوړ پوړو چارواکو ته وایي، چې باید طالبان د افغان ولسمشر د سولې هر اړخیز وړاندیز ومني او طالبان باید بې له کوم شرط او قید پرته سوله وکړي.
سره له دې چې پاکستاني مقامات د تېر په څېر داځل هم هر څه مني او د همکارۍ ژمنه کوي، خو لا هم د دوی په نېت شک موجود دی او دا باور موجود دی، چې پاکستان به بیا هم خپلې ژمنې پوره نه کړي او دوی یو ځل بیا هم د افغان مقاماتو او هم د نړیوالې ټولنې د تېراېستلو هڅې کوي. دوی غواړي چې په دې ډول پر پاکستان شته نړیوال فشار کم او مخالفتونه نرم کړي.
وروستي