سترګو مې اوښکې ګيلې
در وړې، تا
پروا ؤ نه کړه
ماشوم زړګی مې
په ژړا شو،
تا ژړا ؤ
نه کړه
کور ته دې راغلم ګوندې را کړې، د
سرو شونډو ذکات
ذکات د حسن په
نصاب ؤ، تا
سخا ؤ نه
کړه
مړ دې د سترګو
په چړو یم ، حال مې
کله پوښتې
اوښکې شهیدې په
لیمو شوې ، تا
دعا ؤ نه کړه
کلونه کیږي رنځور
پروت یم ، ستا د هجر اور کې
ټپ مې د
زړه په ناسور واوښت،
تا دوا ؤ
نه کړه
ما وې خیرات به دې د سترګو،
له لیمو غواړمه
خونکارو سترګو جفا
ؤ کړه، تا
وفا ؤ نه کړه
کلونه کیږي پویان ناڅي،
ستا د مینې
ساز ته
ټنګ مې د زړه له رباب ؤخوت ، تا نڅا ؤ نه کړه
شاعر
: عنايت الله پويان
ترتيب کوونکی :
عبدالقادرمسعود
وروستي