مه وژنه ظالمه د چمن بلبلان مه وژمه
باغ پرې ښایسته بریښي د شنو ونو طوطیان مه وژنه
لرې که وسله له لاس – د سولې دنیا خپله کړه
خدای ته رجوع وکړه – دا بې ژبې مرغان مه وژنه
ستا د راکټو په لمبو کې تباهي راغله
غلې که د اور لمبې – مظلوم یتیمان مه وژنه
هر څه دلته ښکلي دي – باغچې له ګلو ډکې دي
پریږده دا خوسا جګړه – دګلو کاروان مه وژنه
کر وکړه د ځمکو – چې شنیلي درته خندا وکړي
لرې کړه اغزي له ځان – د باغ خاوندان مه وژنه
غرو کې ارغوان دي – دښتې پټې په ریدیانو دي
کبر دې زوال شه – د ښایست غاټولان مه وژنه
خدای دا پیدا کړي- ته بنده یې – دچا خدای نه یې
خدای ته مخه وکړه – د وطن شاه زلمیان مه وژنه
پریږده دغه خوار ولس چې ژوند وکړي په سولې کې
وایي پیغمبر- د پاک قران پلویان مه وژمه
دلته کربلا ده – یزیدیان – او قاتلان ډیر دي
ژاړي فاطمه – د محمد (ص) کړوسیان مه وژنه
ستا د ظلم زور له لاسه – خلکو کډې بارې کړې
اې دخدای دښمنه – دمولا عاشقان مه وژنه
کاڼي بوټي ژاړي (بودا) ړنګ شو په بامیانو کې
شکلي تاریخي آثار- بې ژبي بتان مه وژنه
دا د افغان کور دی – دا ایران او پاکستان نه دی
ورک شې د غدار زویه – افغان په افغان مه وژنه
دلته کې عرب – د څه لپاره – میشته شوي دي
کور دستر (یما) پاچا او تخت د کیهان مه وژنه
دا د بوعلي وطن – زانګو د تمدن بوله
مور د مولانا بلخي – ډیوه دعرفان مه وژنه
دلته دادب ګلان – نشژ د میخانو لري
بزم د حمید مومند – چهلتار د رحمان مه وژنه
ته که په ریښتیا ملالی یې – لرې کړه وسله له لاسه
لاړ شه دجومات په لور د خدای بندګان مه وژنه
دغه دزمریانو کور – تاریخ لري قصې لري
پریږده دعرب لمن- تاریخ د افغان مه وژنه
پریږده دنیاوال زمونږ د خلکو اوښکې پاکې کړي
واوره دیتیم چیغه، بې مور یتیمان مه وژنه
شاعر:عنایت الله پویان
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود
وروستي