زما د خيال د ژور فکر د احساس شهبازه !
د هسکوغرونو، ګړنګونو، د همت پروازه
د آسمانونو، کړنګهار د
ماتېدو شېبو کې
د سور سيلاو، یاغي
توفان
د بهیدو په شپو کې
څه دې لیدل، څه دې کول- راته کیسې ؤ وایه
حال د وطن را ته بیان کړه افسانې ؤ وایه
د ا را ته وایه !
زما تره چې غریبي یې د
بازار کوله
له کومې خوا د توعندي په ګولۍ ولګېده
چا یې د مړي جنازه
له کوم بازار پورته کړه
کوم مسلمان ورته لاسونه د دعا اوچت کړل
دا راته وایه زما خور چې
د بې وزلو یتیمانو مور وه
او یتیمان یې په میړانې
ساتل
د کوم ځانمرګي تور
کافر په بم کې والوتله
یتيمان چا ؤ ساتل- ماشومان چېرته لاړل
دا را ته وایه – زما ورور چې په اسلام مین ؤ
او بنیاد ګرو ټوپکیانو پرې د کفر ټاپې ؤ وهلې
د کوم نا پوه
مفتي په ورانې او غلطې فتوا
سر یې له تن جلا شو
چا یې په قبر
د شهید جنډې اوچتې
کړلې
هغه سپين ږيری
پلار زما چې د لمانځه
په وخت کې
د نا مالوم
اورپک د توپ په ګولۍ ولګېده
د کومو وږو سپو
خوراک شو- هغه خوار هډوکي
شهبازه ولي – دا د څه لپاره
چوپه خوله ناست یې
دا کیسې نه لیکې
د جنګ ځبلو وږو تږو خلکو
آواز نه آورې – افسانې نه لیکي
له چانه ډار کوې- ډارن څله یې
وزر دې مات شه- کبرجن څله یې
شاعر : عنايت الله پويان
ترتيب کوونکی : عبدالقادرمسعود
وروستي