پکتيکا کې د زوکړې د ثبت يو ورځنی سيمينار جوړ شو .

۱۳۸۹کال د کب ۱۰ مه
هغه غونډه  چې په همدې موخه دپکتیکا ولایت دغونډوپه تالارکې جوړشوی وه د مرستیال والي جو محمد ځدارڼ ،ولایتي شوراریس عبدالمبین فقیرزاده،سیمه ایزو شوراو استازو قومي مشرانو، سپین ږیرو، علماوو، قومي مخورو، د مدني ټولنو غړو، ځوانانو، د ښوونځیو ښوونکو ،دنسایی ولادي څانګې ډاکټرانو تر څنګ دمرکزشرنې لسګونو قومي مشرانو ګډون کړی وو .
د سیمینار د پرانستې پر مهال مرستیال والي جو محمد ځدران  وویل: که غواړۍ چې د ماشومانو د زوکړې نېټه مو دقیقه وي او دولت ورته د روغتیا، ښوونځیو، او نورو بنسټيزو خدمتونو لپاره پراخ او ځانګړي پلانونه پر لار اچولي وی، تاسې باید د خپلو ماشومانو لپاره د زوکړې پر مهال کارتونه تر لاسه کړۍ
ځدران زیاته کړه: دا چې پکتیکا یو پراخ ولایت دی نو پکار ده چې ټول پکتیکاوال په خپلو سيمو کې د خپلو ماشومانو لپاره د زوکړې پر مهال کارتونه تر لاسه کړي، که یاده پروسه پلی شي د ډیرو اسانتیاوو د برابرولو تر څنګ به یې په راتلونکي د دې ولایت د سر شمېرنې لپاره به يې لار هواره کړي وي تر څو مرکزي دولت پکتیکا ته د نفوسو له مخې خپله سهميه وکړي وي.
همدا راز د ولایتي شورا رئیس عبدالمبین فقیزاده یاده پروسه ارزښتناکه وبلله او ويې ویل: د ماشومانو لپاره د زوکړې پر مهال د کارتونو ورکړه د شخص په تابعیت کې مهمه ونډه لري
دغه سیمینار چې مالی لګښت یې د ملګرو ملتونو له ځانګړي صندوق (یونسف ) لخوا ورکړل شوی موخه یې په دغه ولایت کې د نوي زیږیدونکو ماشومانو لپاره د ثبت د کارتونو ورکړه وه چې یاده پروسه به په نږدې راتلوونکي کې په ټوله پکتیکا کې پیل شي