
د جرمني دفاع وزير تېودر څو ګوتنبرګ نن ورځ د دغه هېواد
لومړۍ وزيرې انګيلا مېرکل ته خپله استعفا وړاندې کړې ده.له دوو اونيو راهيسې د
جرمني په رسنيو کې له دې امله پر ده نيوکې کيدې، چې په خپله دوکتورا کې يې د ځينې
ليکنو سرچينې نه وې ښودلې. که څه هم نوموړي د دې تيروتنې له امله بښنه غوښتي وه،
لېکن بيا هم په پارلمان او رسنيو کې تر سختو نيوکو ﻻندې راتلو.
په افغانستان کې د وزارت او ځينو نورو مهمو څوکۍ ته د
رسيدلو لپاره هم د لوړو زده کړو د سند موجوديت
اړين دی خو يو زيات شمېر چارواکو داسې ﻻسوندونه په جعلي توګه جوړ کړي دي او يا
ايران په دې برخه کې ورسره مرسته کړې ده.
د بېلګې په توګه د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي خو
حتی دولسم ټولګی هم نه دی لوستی. د ده په
سوانحو کې دا تناقض تر سترګو کيږي، چې له يوې خوا يې د دولسم ټولګي د لوستلو خبره په افغانستان کې
کيږي او له بلې خوا بيا ويل شوي، چې شپاړس
کلن و ، چې جهاد ته تللی. په افغانستان کې ښوونځي ته د شمول سن لږ تر لږه شپږ کلني ده
او د فارغيدو عمر په دې توګه بايد اتلس
وي.