خوست : د ملي اردوله روزنيزمركزڅخه له شپږ سوو ډېر سرتيري فارغ شول

په خوست ولايت كې د ملي اردوله روزنيزمركزڅخه له شپږ سوو ډېر سرتيري فارغ او د دندو لپاره خپلو اړوندو سيموته وليږل شول، په خوست كې د ملي اردو د لومړۍ لوا قوماندان ډګروال محمد ناصر هدايت وايي چې دغو سرتيرو ته اته اونۍ پوځي زده کړې وركړل شوې ترڅو پخپلو دندو كې د خلكو او هيواد د خدمت په لاره كې ترې ګټه پورته كړي، قوماندان زياته كړه چې ملي اردو د هيواد ساتنې يواځينى پياوړى ځواک دى او کولاى شي چې په اوسنيوحالتو کې هم د هيواد ساتنه وكړي
په همدې مهال په خوست كې د ملي اردو په روزنيز مرکز کې د جوړو مراسمو پرمهال په سيمه كې د ملي اردو د  دوه سوه درې تندر قول اردو د اولې لوا قوماندان ډګروال محمدناصرهدايت وويل چې دغو سرتيرو ته د لوا په روزنيز مركز كې اته اوونۍ روزنه وكړل شوې، د ده په وينا دغو سرتيروته په هرډول نظامي زده کړوسربېره له ولس سره د ښه چلند او اړيکوساتنې په برخه كې هم زده كړې وركړل شوي او د دې ترڅنګ په سياسي او ديني  مسايلوكې هم په ښه ډول روزل شوي دي، ده هيله  څرګنده كړه چې دغه سرتيري به پخپلو راتلونكو  دندوکې له دې نوي  مهارتونوله مخې بريالي او کامياب وي.
نوي فارغو سرتيرو ته وويل شول چې ملي اردو د افغانستان له ټولو قومونو جوړه شوې ځكه بايد د سمت ژبې او نورو توپيرونو څخه ځانونه وژغورئ او د هيواد د ځمکنۍ بشپړتيا اسلام او ولس لپاره له خدمت كولو نه ډډه ونکړئ، د چارواكو په خبره چې ملي اردو د هيواد ساتنې لپاره پياوړى ځواک دى او كه په ټولو مهمو جنګي وسايلو سمبال شي نو كولاى شي چې په اوسنيوحالتو کې هم د هيواد ساتنه وكړي