خداى(ج)مو ترې وساته د عقل چې څوک لارې
وهي
نظــــر دې يوسي لـــــــــــــه زړګي دې وينې دارې وهي
په دنيا عــــــدل نشته سپينو مخــــــــــو وتښتاوه
بيابان ډک دى مجنونان پکې کـــــــوکارې وهي
جانان چې نه وي روح او ځان سره پردي شي دواړه
بيلتون ظالــــــــم زړه د دنيا لــــــه هرې چارې وهي
زهـــــــــــــر د زلفو د مــــــــارانو يې بدن کې زغلي
فرهاد په تبر باندې خپل سر لــــــه ناچارې وهي
دا يې ټوټې دي چې له سترګو يې دي منډې کړي
عاشقان سر باندې د يار د خـــــيال هندارې وهي
مومند محمدي اڅړ
وروستي