په موصل کې د النوري تاریخي جامع جومات ورانول!

د روان میلادي کال جون په ۲۱ د عراق په موصل کې النوري جامع جومات چې نهه پېړۍ پخوانی تاریخ یې درلود او په لوی جومات هم مشهور و د داعش او امریکا په ملاتړ عراقي ځواکونو تر مینځ جګړه کې ونړول شو.
عراقي ځواکونو ادعا وکړه چې جومات داعش وران کړی دی خو داعش دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې نوموړی جومات د امریکایي بې پېلوټه الوتکې په برید کې نړول شوی دی.
د لوی جامع جومات لنډه تاریخچه:
د النوري جامع جومات د عراق موصل په ښار کې واقع او د خپلې کږې منارې له امله مشهور و. یاد جومات په (۵۶۶- ۵۶۸هجري) کلونو کې د سلطان نورالدین زنګي رحمه الله په امر وروسته له هغې چې موصل یې ونیوه جوړ شو.
لوی جامع جومات په موصل کې له اموي جامع جومات څخه دوهم لوی جومات و چې مناره یې تر لېرې لیدل کیدله.
 له بده مرغه چې سلطان د نوموړي جومات د کار له بشپړیدو مخکې وفات شو خو د ده له مړینې وروسته یې کار تکمیل شو.
کله چې مغولو موصل ونیوه نو یاد جومات ته یې هم زیان ورساوه خو په کامل ډول یې وران نه کړ، چې وروسته په ۱۲، ۱۳، او۱۴مو هجري پېړیو کې بیا ورغول شو.
د یاد جومات مناره (الحدباء) د ختیځ پرخوا کږه وه چې د کږې منارې په مانا دی. ویل کیږي چې الحدباء د موصل له لقبونو څخه هم دی چې همدې منارې ته منسوب دی.
یاده مناره په عراق کې ترټولو لوړ څلی و، چې په پخوانیو کتابونو کې یې مالومات راغلي دي، هغو پخوانیو سیلانیانو چې له موصل څخه یې لیدنه کړې نوموړې مناره یې پخپلو لیکنو کې یاده کړې ده. ابن بطوطه (۷۰۳- ۷۷۹هـ) مشهور مسلمان مغربي سیلاني هم ذکرشوي مناره په داسې حال کې لیدلې ده چې کږه وه، ویل کیږي چې د کږیدو لامل یې په موصل کې د لویدیځ له خوا الوتونکي توند بادونه وو.
په شلمه میلادي پېړۍ کې د الحدباء د ترمیم کوښښ هم شوی و. یاده مناره په ځانګړو پخوانیو د اسلامي معمارۍ په نقاشیو ښایسته کړل شوې وه چې خلک یې په حیرت کې غورځول.
سلطان نورالدین زنګي (رح):
سلطان ابوالقاسم نورالدین محمود بن عماد الدین بن آق سنقر زنګي چې د ترکانو له نسب څخه و، د الملک العادل (عادل پاچا)، ناصر امیرالمومنین ( د اسلامي خلیفه مددګار)، تقي الملوک ( تر ټولو پرهیزګار پاچا)، نور الدین( د دین رڼا) په القابو نومول شوی و په ۵۱۱هجري کال کې یې نړۍ ته سترګې وغړولې.
نیکه یې د ملکشاه سلجوقي له وفادارو کسانو څخه و چې د حلب پر واکمنۍ یې وټاکه، له هغې وروسته یې پلار عماد الدین د حلب واکمن و او د پلار له مړینې وروسته نورالدین واک ته ورسیده. نوموړي د اسلامي دین د خپریدو په لاره، د عدالت راوستلو او امن ټینګښت لپاره هلې ځلې کړي دي.
هغه مهال چې د صليبي جګړو لومړی دور و ده په ډېرې اتلولۍ صلیبیانو ته غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړي دي، په دوهمه صلیبي جګړه کې یې د فرانسې او جرمني ۷۰زره سپور صلیبي لښکر له ماتې سره مخ کړ.
همدارنګه یې هغه سیمې چې د صلیبیانو تر واک لاندې وې ازادې کړې.
نوموړي د مصر فاطمي حکومت ته چې د اسماعلیه مذهب پیرو او له اسلامي عباسي خلافت څخه یې بغاوت کړی و د پای ټکی کیښود.
نوموړی د بیت المقدس د نیولو لپاره د هغه ځای د صلیبي پاچا سره وجګړیده، د سلطان په امر یو منبر جوړ شو تر څو وروسته له هغې چې بیت المقدس فتح شي نو یاد منبر به د اقصی په جامع جومات کې ځای پرځای شي، خو له نوموړي سره ژوند وفا ونکړه او کله چې سلطان صلاح الدین ایوبي (رح) بیت المقدس فتح کړ نو یاد منبر یې چې د سلطان نورالدین په امر جوړ شوی و د اقصی په جومات کې ځای پر ځای کړ.
سلطان نورالدین زنګي له صلیبي یرغلګرو سره په جګړو کې د اسلامي امت لوی اتل او د سلطان صلاح الدین ایوبي لپاره یې د امام حیثیت درلود چې نوموړی ورته په ډېر درناوي قایل و.
نوموړي د خپلې واکمنۍ په موده کې له صلیبیانو زیاتې سیمې ونیوې او ټول شام یې تر خپل واک لاندې راوستی و.
نوموړی په ۵۶۹هجري کې د سینې ساه بندۍ په مرض اخته شو او له ۱۱ ورځو ناروغۍ وروسته د ۵۹ کلونو په عمر وفات شو، دی سره له دې چې د ناروغۍ له امله یې له نړۍ سترګې پټې کړې خلک د شهید په مقام ورته قایل شول.
د النوري جامع جومات نوم هم نوموړي ته منسوب دی.
د النوري جومات لوبه:
په ۲۰۱۴ م کال کې ناڅاپه یوې ډلې د اسلامي دولت په نامه د خلافت اعلان وکړ، نوموړې ډلې موصل ونیوه او د یو نړیوال اسلامي حکومت د بنسټ ایښودلو خبر یې ورکړ.
یاد خبر هیښوونکی و او هغه مسلمانان چې د نړۍ پر مخ د واحد اسلامي نظام تږي دي بې له کوم فکر څخه یې خواخوږي شول او آن زیاترو ورسره په زړونو کې بیعت وکړ، د خلافت نوم د مسلمانانو لپاره مقدس دی نو ځکه یې د نړۍ په زیاترو مسلمانانو تاثیر کړی و.
له اروپا څخه زیات نوی مسلمانان د نوي خلافت(!) پر لوري کډوال شول او زیاتره یې په خوښۍ په لښکر کې هم شامل شول. د نړۍ په مختلفو برخو کې ځینو افراطي او غیر افراطي ډلو هم له یاد خلافت سره بیعت اعلان کړ.
خلیفه(!) د ابوبکر البغدادي القریشي په نامه راڅرګند شو، نوموړی د هماغه کال د جولای په ۴مه چې د روژې له ۶مې سره سمون خوري د جمعې په ورځ د النوري جومات منبر ته وخوت او خپله لومړنۍ خطبه یې ولوسته.
خو وروسته نوموړې ډلې داسې کارونه وکړل چې نړۍ یې هکه پکه کړه، د اسلام په نامه یې له اسلام سره د دښمنۍ ډک چلند وکړ، د نړۍ په مختلفو سیمو کې یې زیات شمېر مسلمانان په شهادت ورسول.
ډېر ژر مسلمانان د دوی په اصلي څېره خبر شول او د نړۍ جیدو اسلامي علماوو پر دوی د خوارجو فتوا صادره کړه.
سیاسي او ټولنیزو شنونکو نوموړې ډله د یهودو او صلیبيانو پروژه وبلله، چې وخت دا خبره ورځ تر بلې رښتیا ثابتوي.
ابوبکر البغدادي له هغه جومات څخه خپل خلافت اعلان کړ چې د خلافت د مددګار سلطان په امر جوړ شوی و، هغه کار یو خو د خلافت د سپیڅلي نوم معنوي ارزښت ته زیان ورساوه او بل یې د خلافت د مددګار څلی توهین کړ، نوموړی زیان او توهین د خطبې په ورځ نه بلکه له هغې ورځې وروسته تر نن ورځې د دوی اعمالو ثابت کړ.
د نړۍ په معاصر تاریخ کې پر اسلامي هیوادونو د ښکیلاکګرو دا کړنلاره تر ننه پورې لیدل کیږي چې افراطي ډلې د اسلامي امت پر وړاندې وکاروي، دوی یې په غیر مستقیم ډول پالنه کوي او په مستقیم ډول یې ناخبره لښکرې هم ځپي.
په ۲۰۱۶م کال کې د عراق اوسني دولت او امریکايي ځواکونو د موصل د بېرته نیولو عملیات پیل کړل یادو عملیاتو له اتو میاشتو راهیسې تر اوسه هم روان دي چې د موصل له زیاترو سیمو څخه یې په ترڅ کې داعش شړل شوی دی او د همدغو عملیاتو په لړ کې د النوري تاریخي جومات کوم چې داعش ترې خپل خلافت اعلان کړی و د عراقي ځواکونو له خوا د امریکایانو په ملاتړ ونیول شو.
د النوري جومات کږه مناره چې ۹۰۰ کاله د موصل بادونو نه وه غورځولې په مرموز ډول وغورځول شوه او جومات له خاورو سره خاورې شو. د مسلمانانو د تېر عظمت یو بل څلی ونړیده او د اقصی د فاتح د امام نښه محوه شوه.
دا کار که داعش وکړ او که امریکا منشا یې یوه ده، که هرڅه وو خو صلیبیانو یو ځل بیا د صلیبي جګړو د ماتو بدل د نورالدین زنګي د لاس نښې په ورانولو واخیست، څه ډول چې یوه پېړۍ مخکې صلیبي قوماندانان د صلاح الدین ایوبي او محمد الفاتح قبرونو ته مخاطب شوي وو او ورته ویلي یې وو چې پورته شئ! موږ بیا راغلو! خو د ایوبي او الفاتح ملت تر اوسه هم ویده دی.