طالبانو سره د سولې خبرې ګونګوسي زيات شوي

وروسته له هغې، چې جمهور رييس حامد کرزی لندن ته په سفر روان شو، د طالبانو سره د خبرو اترو ګونګسي هم زيات شوي. ځينې رسنيو د دغه سفر موخه طالبانو سره د پټو خبرو اترو  تر سره کول بللي.
امريکايي رسنۍ وايي، چې طالبانو سره د خبرې اترې پروګرام له يوه کال راهيسې پيل شوی دی. ځينې کارپوهانو طالبانو سره د سولې خبرې پيل کول په افغانستان کې د بهرنيانو پوځي ماته بللې.
د سولې خبرو د پياوړتيا پر مهال تير اوړی د برهان الدين رباني په مشرۍ د سولې عالي شورا هم جوړه شوه، چې اويا تنه غړي لري.  د سولې خبرو د ګونګسيو د زياتيدو سره د طالبانو لخوا بريدونه هم زيات شوي، چې معموﻻ د فشار د وسيلې په توګه کارول کيږي.