
د ترکيې لومړی
وزير رجب طيب اردوګان ، چې اوسمهال له جرمني څخه ليدنه کوي، ويلي : په ليبيا کې د
ناټو پوځي مداخلې ته اړتيا نشته.
نوموړي د جرمني
د ار ټي اېل رسنۍ ته ويلي، چې په ليبيا کې د پوځي مداخلې ځکه اړتيا نشته، چې ليبيا
ناټو ته کوم ګواښ نه دی. اردوګان دا هم ويلي، چې په ليبيا کې پېښې د عربي نړۍ له
نورو هېوادنو سره توپير لري، دلته د دغه هېواد د تيلو سرچينو د تر ﻻسه کولو هڅې
روانې دي. اردوګان په دې ټينګار کړی، چې د دغه هېواد د تيلو د راسته وړلو پر ځای
بايد په دغه هېواد کې د دموکراسۍ د رامنځته کولو هڅې وشي.