
بیګا ناوخته معمر القذافي له ABC سره مرکه درلوده نوموړي
خبریال ته وویل : ولسمشر اوباما ښه
سړی دی ، خو نور امریکایان ورته
دلیبیا په اړه ناکره او ناسم راپورونه
ورکوي او زموږ په اړه ېې
نظر بدلوي . لیبیا له ترهګرۍ سره په جګړه کې دواشنګټن پیاوړی ملګری دی ، موږ له القاعدې سره هم یو ځای
وجنګیدو ، خو متحده ایالات راسره چل کوي ،
خیانت کوي ، امریکا خو دنړۍ پولیس نه دی
ولس له ماسره دی مینه راسره
لري او زما لپاره مر ګ ته هم چمتو دی .