په نړیوالو متلونو کې د ښځو انځور


چاپانیان : شیطان د سړی استاذ او د ښځې شاګرد دی .
هنګري : مور یې ګوره او لور یې نیسه .
پسرلی پيغله ، دوبی مور ، منی کونډه او ژمی ښځه ده .
کوږ دیوال او ښځې ته ډډه مه کوه .
د ختیځ متلونه :
زر پر اور معلومیږي او ښځه پر زور .
ښځه چې له څه شي څخه منع شي هماغه کوي .
له ښځې سره سلا او مشوره کوه خوهغه څه کوه چې تاته سم بریښي .
دا څومره سخته ده چې ښځه راز وساتي .
په سړک کې ناوې او په کور کې میښه .
انګلیسي متلونه
د دریو لورګانو له مور سره واده له څلورو غلو سره د واده مانا لري .
د ښځې له مخ د کچرې له شا او د فال بین له ټولواړخونو څخه ځان وژغوره .
په سړی کې تر ټولو وروسته زړه اوپه ښځه کې ژبه مري .
بدرنګه ښځه د معدې او ښکلې هغه د سر درد دی .
ښځې او پلونه تل بیا رغونې ته اړتیا لري .
ښځه له ژبې پرته بله وسله نه لري .
د دوهم ځل لپاره موروپلار نه شې موندلې خو ښځې ډیرې .
ښځه چې له دوو سره مینه کوي دواړه تیرباسي .
ښځه د ژړا پر مهال له خبرو لاس اخلي .
ښځه او مال سړی زیانمنوي .
له دې بل سخت کار نه شته چې پخه هندواڼه او ښه ښځه ومومې .
ښځې د حاکمانو په څیر دي ، چې ډیر لږ مخلصه دوستان به لري .
کله چې شیطان یو ځای ته د ورننوتو لار ونه مومي ، ښځه وراستوي .
ښځه په یوه وخت کې اوه اویا رایې لري .
د اسمان ښکلا په ستورو کې ده او د ښځې په ویښتو کې .
د بډای له کوره اس او د بیوزله له کوره ښځه ونیسه .
د ژمي پر لمر او د ښځې پر زړه باور مه کوه .
له ښځې پرته جنجال نه شته .
کوڼ خاوند او ړنده ښځه تر ټولو ښه جوړه ده .
کله چې سپین ږیری له وړې نجلۍ سره واده وکړي شیطان خاندي .
په هر بحث کې وروستۍ خبره د ښځې وې .
میړه د ښځې قانون دی .
ښځه لرګی دی ، سړی اور دی او شیطان هوا ده .
ښځه شیطان تیرباسي .
درې ډوله سړي ښځه نه پیژني : ځوانان ، سپین ږیري او بوډاګان .
بې ښځې سړی د بې سره تنې په څیر دی ، بې سړي ښځه بې تنې سر په څیر ده .
شیطان په لسو ساعتونو کې یو سړی تیر باسي او ښځه په یوه ساعت کې لس شیطانان .
ښځه به یا حاکمه وي یا خادمه .
پر ښځه باور مه کوه ولو که مړه هم شي .
د ښځو ژمنې د اوبو پر مخ لیکل کیږي .
که څوک ارامه کور لري ، هلته به ښځه نه وي .
کله چې ښځه له عقله کار اخلي د زیان په اړه سوچ کوي .
ښځه غوښتل ، نیول ، وژل په سترګه کوي .
دا بې ځایه ده چې یوه ناوړه ښځه وڅارئ .
ښځه دسیوري په څیر ده که ورځني تښتې درپسې راځي او که ور پسې ورځې درنه تښتي .
سړی کولای شي چې له ځان پرته نور له هر چا ښځه وژغوري .
ښځه د قالینې په څير ده ، چې څومره یې وهي هماغومره پاکیږي .