
پنتاګون خبر
ورکړې دی ،چې امریکايي پوځ اوس لګیا دی ځانونه چمتو کوي ،چې لیبیا ته څیرمه سیمو
کې خپل هوايي او سمندري ځواکونه ځای پر
ځای کړي ددې ترڅنګ غربي هېوادونه دا
احتمال ارزوي ،چې په لیبیا کې القذافي
دوسلې پر زور راوپرځول شي او کنه ؟
دپنتاګون ویاند ډیپ لابان وايي : زموږ دپلان څانګه لګیا ده ، بیړنی پلان جوړوي زه باوري یم ،چې دا پلان به هم وي ،چې هلته ځواکونه واستول شي .
اوسمهال دامریکا سمندري بیړۍ دلیبیا لور
ته خوځېدلې دي .