ایران  داپوزیسیون  دوه مشران  ونیول

ایران  چارواکو داپوزیسیون  دوه مشران  میرحسین موسوي او مهدي کروبي  له خپلو مېرمنو سره  نیولې دي  او په پلازمینه تهران کې ېې حشتمي زندان ته لیږدولې دي دا خبر ددواړو مشرانو ویبپاڼو خپور کړې دی .
 ښه موده کیږي ، چې موسوي او کروبي  په خپلو کورونو کې  نظربند و له نورې نړۍ سره ېې اړېکې نه درلودې  اوس ،چې  ایران  دولسي پاڅون پر پوله ولاړ دی  نو چارواکو ېې د ادوه مشران ونیول  .
دسترې محکمې رېېس  صادق لاریجاني پر دې دواړو دخیانت تور لګولې دی  او دپارلمان ځینو وکیلانو ېې داعدام غوښتنه کړې ده .
خو دایران  حکومت  دا ډول خبر رد کړې او دا ېې منلې ده ،چې دا دواړه مشران  یوازې  په خپلو کورونو کې نظر بند دي .