ژباړه :: محيب رحمتي
د شقيق بن ابراهيم
په وينا، چي يوار
ابراهيم بن ادهم د بصرې په بازار كي تېرېدى، چي خلك د هغه شا وخوا راتاو شول،
پوښتنه يې ځني وكړه :
- اې اسحاقه ! الله
تعالى په خپل كتاب كي فرمايلي دي، تاسي ما ياد كړئ زه ستاسي
دعا قبولوم، (( سورت غافر آيت ۶۶ )) موږ يې له
وختونو راهسي يادوو خو زموږ دعا نه قبلېږي .
ابراهيم رحمه الله
و فرمايل :
- اې د بصرې خلكو،
ستاسي په زړه كي لس څيزونه مړه شوي دي :
اول :: تاسي الله
تعالى پېژندلى خو د هغه حق مو نه دى ادا كړى .
دوهم :: تاسو د الله تعالى
كتاب واياست، خو په هغه باندي عمل نه كوئ .
درېيم :: تاسي د
حضرت محمد (ص) سره د
ميني دعوه كوئ، خو د هغه سنت پرېږدئ .
څلورم :: تاسي له
شيطان سره د دښمنۍ دعوه كوئ، خو په كړو وړو كي د هغه سره موافقت كوئ .
پنځم :: تاسي
واياست چي موږ جنت خوښوو، خو د هغه لپاره كار نه كوئ .
شپږم :: تاسي واياست چي موږ
دوزخ ته له تلو څخه وېرېږو، خو تاسي د هغه لپاره تيارى كوئ .
اووم :: تاسي واياست چي مرګ
حق دى، خو د هغه لپاره تيارى نه كوئ .
اتم :: د خپلو مسلمانانو
ورونو او خوېندو عيبونه لټوئ، تل په هغوى پسي
تبليغات كوئ، خپلو عيبونه ته مو پام نه وي .
نهم :: د خپل رب
نعمتونه خورئ، څښئ، خو د هغه
شكر نه په خوله نه په زړه سره ادا كوئ .
لسم :: تاسي خو خپل مړي
خښوئ، خو د هغوى له ژوند او مرګ نه څه نه زده كوئ .
حلية الاولياء، جلد
۸، صفحه۱۶ ، مطبوعه
دارالكتاب العربي، بيروت، لبنان
وروستي