ژباړه :: محيب رحمتي
دانيال عليه سلام له هغو پېغمبرانو څخه دى چي د نومانو اشاره ېي په قران شريف كي سوې ده، د هغوى په اړه ډېر روايتونه سته [1]-
د اكثرو روايتونو په مطابق دانيال عليه سلام د بخت نصر بادشاه په زمانه كي ژوند كاوه او د هغه بادشاه لخوا به حضرت دانيال عليه سلام ته تكليفونه رسېدل
لكه څنګه چي په ځينو تاريخي كتابونو كي راغلي چي بخت نصر ته د ايران بادشاه كورش شكست وركړ او د هغه حكومت يې شرمنده كړ
په يوه تفسر كي راغلي: " كوم مشهور ښارونه چي كورش فتح كړل په هغو كي بابل هم شامل و، چي د ميلاد نه 538 كاله وړاندي فتح سوى او د هغه نه وروسته ورته د يهود خواته رجوع كولو حكم وسو، 70 كاله بابل په اسيري كي و او د حكومتي خزانې څخه كافي مال د هغه د بيا رغوني لپاره وبخښل سو او حضرت دانيال عليه سلام دا مهال د كورش په دربار كي و [2]- "
ياد سوې مطلبو ته په كتو ويل كېداى چي حضرت دانيال عليه سلام د ميلاد نه تقريبا 2500 نه تر 2600 كاله وړاندي ژوند كاوه
البته په دې سلسله كي نور تاريخي روايتونه هم سته، چي په مطابق يې د هغه د ژوند زمانه يحيى عليه سلام نه وروسته وه، يعني تقريبا 2000 كاله د ميلاد نه وړاندي بيان سوې ده، د حضرت نوح عليه سلام غوندي انبياو اوږد عمر ته په كتو ممكنه ده چي حضرت دانيال عليه سلام هم اوږد عمر يعني څو سوه كاله ژوند كړى وي، په دې لحاظ ياد سوي دواړه روايتونو صحيح كېداى سي[3]۔
د حضرت دانيال عليه سلام د مور او پلار په اړه د يادولو وړ ده چي د ډېرو نورو انبياو او تاريخي شخصيتونو غوندي مورخينو لپاره دا موضوع ډېره اړينه نه وه چي له امله يې په دې سلسله كي كوم خاص نظريه نه سي وړاندي كېداى
په هر حال كه څه هم دې الهي پېغمر ته د نورو انبياو غوندي لكه حضرت نوح عليه سلام، حضرت ابراهيم عليه سلام، حضرت موسى عليه سلام او حضرت عيسى عليه سلام غوندي شهرت حاصل نه و، خو په ايران هيواد كي د هغه مشهور كيدو وجه دا كېداى سي چي د هغه قبر د ايران په يوه ښار كي دى، چي هغه ته منسوب "شوش دانیال" په نامه مشهور دى
د حضرت دانيال عليه سلام د شهرت يوه وجه دا هم كېداى سي چي بني اسرائيل قوم ته د ده په زما نه كي فتحي او ناكامۍ يو په دوه سوې، د دې پېښو تفصيل په تفسير او د روايتونو په كتابونو كي سته [4]-
وګورئ ::
[1] مجلسی، محمد باقر، بحار الانوار، ج 14، ص 351، مؤسسة الوفاء، بیروت، 1404 ھ.
[2] بلاغی، سید عبدالحجة، حجة التفاسیر و بلاغ الإکسیر، ج 1، ص 204، انتشارات حکمت، قم، 1386 ق، د دانيال كتاب نقل 6: 28.
[3] مجلسی، محمد باقر، بحار الأنوار، ج 14، ص 355.
[4] جزائری، سید نعمت الله، قصص الأنبیاء، ص 426، کتابخانه آیت الله مرعشی، قم، 1404 ھ.
وروستي