تعصب لرونکى ليکوال، پښتانه ولې جنګسلاران بولي؟

رفيع الله زيار
دا حقيقت ټولې نړۍ ته د لمر په څېر روښان دى او په دې هر څوک ښه پوهيږي ، چې غوا توره او شيدې يې سپينې دي . دا خبره مې د هغې ليکنې له امله  وکړه ، چې د روسيې د ختيځ پېژندنې انستيتوت له خوا خپره شوي ده ، په ياده ليکنه کې داسې مالوميږي ، چې ليکوال د افغانانو او په ځانکړي توګه له پښتنو سره ځانګړى تعصب لري او يا به يې هم دا شرمولى او ناوړه کار د څو پيسو په مقابل کې د خپلو هغو بادارانو د خوشالولو لپاره تر سره کړى وي ، چې په هېڅ ډول پښتون خوند نه ورکوي، ځکه چې نوموړي ليکوال  په ډېره سپين سترګۍ سره په خپله ليکنه کې په ټولو حقيقتونو سترګې پټې کړي او پښتانه يې جنګ سلاران او پر نورو قومونو تېري کوونکي بللي دي.
نوموړى ليکوال چې محمدشايف رحمت شاه نوميږي ، په خپله ليکنه کې کټ مټ داسې کاږي: ((پښتانه نه يوازې د هر ډول بهرنۍ مداخلې په مقابل کې جنګيږي. بلکې ټول عمر د «ژوند د ساحې » د پراختيا او پر نورو اقوامو باندې د خپل فوقيت او حاکميت د ساتلو لپاره په جنګ اخته دي. همدغو جنګونو او په ځانګړي ډول د بهرنيو اجنبيانو په مقابل کې شخړو هم د افغان – پښتنو قومونو اتحاد تامين کړی دی او هم يې د نورو هغو غير پښتنو اقوامو سره د پښتنو موقتي وحدت رامنځته کړی دی، چې د کورنيو جنګونو په ترڅ کې يې تابع کړي دي. )) دا ډول خلک د پښتون قوم دښمنان دي او دوى تل دا کوښښ کوي، چې هر ډول پلان په کار واچوي تر څو د پښتنو په منځ کې نفاق ته خپله لمن ووهي او په خپلو کې يې تيت کړي.
دا ډول دښمنان لکه نوموړى ليکوال ، چې ګورئ ، زموږ ملي يووالي او ملي وحدت ته نه يوازې د شک په سترګه ګوري ، بلکې دا تور هم لګوي ، چې موږ د جنګ له لارې نور وروڼه قومونه ، چې په افغانستان کې مېشت دي او خپل د ورورۍ ژوند پر مخ وړي ، حاکميت ساتو او د زور له لارې مو په وروڼو قومونو باندې هر وخت حکومت کړى دى .
زه نوموړي ليکوال ته دومره وايم ، چې هېڅ وخت خپل وجدان تر پښو مه لاندې کوه، په حقيقت سترګې مه پټوه او د قلم له سپېڅلي نوکې نه داسې څه مه راباسه ، چې بيا سبا ورباندې شرمېږې، ځکه چې موږ هڅېکله هم په چا تېرى نه دى کړى ، ټوله دنيا ددې شاهده ده ، چې موږ په خپله جونکړه کې څوک په ارام نه پريږدي او دا يې نه راباندې پيرزو کيږي ، چې په افغانستان کې ټول قومونه په يوه کور او په يوه ماحول کې د ورورۍ ژوند کوو.
 تل زموږ په هېواد، زموږ په ناموس ، زموږ په ملي شتمنيو ، زموږ په مشرانو ، زموږ په خويندو او ميندو داسې ظلمونه شوي  دي ، چې جبرانېدل يې هېڅ امکان نه لري .
همدارنګه زموږ ماشومان په زانګوګانو کې په برچو وژل شوي دي ، هر وخت زموږ سره او زموږ د بچيانو سره د فرغون د وخت چلند شوى دى، چې هېڅ کله به هم د تاريخ پاڼې پرې ګونګې پاتې نه شي او تر پېړيو پورې به دا حقيقت تر ډېرو زمانو پورې وليږدوي . له بلې خوا  زه د نړۍ پر مخ داسې انسان نه وينم ، چې په لوى لاس خپل هېواد وران کړي ، خپل بچيان او تور سرۍ نورو هېوادونو ته مجبور کړي ، چې مهاجر شي او د دوى د بچيانو په برکت دې هغه هېوادونو  په نويو او سمسورو هېوادونو بدل شي او يا دې ، هم د پردي قانون لاندې د ستم نه ډک ژوند تېر کړي ، خو په هر صورت زه نوره خپله ليکنه پاى ته رسوم او د ليکنې په  پاى کې د نورو وارونو په څېر يو ځل بيا په ټولو پښتنو باندې دا غږ کوم ، چې په خپلو کې سره وروڼه شي او بل چاته دا اجازه ورنه کړي چې د دوى په منځ کې د نفاق تخم وشيندي ، همدارنګه دغې ليکوال ورور ته دا ډاډ هم ورکوم ، چې دا ليدلي خوبونه به د هېڅکله رښتيا نه شي او که بل وخت د وليدل نو اوبو ته يې ووايه .