له کله نه چې امريکا متحده ايالاتو د افغانستان او سيمې لپاره خپله نوي ستراتيژي اعلان کړه، نو تر څنګ يې پاکستان هم تر يو لړ فشارونو لاندې راغى، ځکه په ستراتيژي کې د تروريستي سياست په له منځه وړلو ټينګار شوى او تر څنګ به يې پاکستان د امريکا له ملګرتوب بې برخې او ځاى به يې هند ونيسي چې پاکستان هم د هند او هم د افغانستان پر وړاندې د تروريزم سياست غوره کړى او له دې لارې غواړي چې خپل حريفان کمزوري او خپلې ناوړه ګټې خوندي کړي.
په دې ستراتيژي کې راغلي، په هر هغه ځاى کې چې د ترهګرو ډلو د روزنې او تمويل مرکزونه موجود وي، امريکا به يې له منځه يوسي. دلته پاکستان خپل ځان په اصطلاح په اوبو کې ويني چې د تروريزم مرکزونه چېرې دي او امريکا به يې په کوم ځاى کې له منځه وړي او بل لور ته پاکستان په لسګونه ميليونه ډالر پوځي مرستې هم له لاسه ورکوي چې هر کال به يې له امريکا څخه تر لاسه کولې.
په تېرو دريو کلونو کې افغان ولسمشر او هندي چارواکو د ملګرو ملتونو په غونډو او نړيوالو کنفرانسونو کې په وار، وار د پاکستان پوځي استخبارات تورن کړي چې د ترهګرو ملاتړ کوي او له دې لارې غواړي چې خپلې موخې تر لاسه کړي. حتى يو ځل افغان ولسمشر په اسيا زړه کنفرانس کې چې په هند کې جوړ شوى و، د پاکستان امنيتي سلاکار سرتاج عزيز ته وويل چې هغه ٥٠٠ ميليونه ډالر چې پاکستان له افغانستان سره مرسته اعلان کړې، موږ يې نه غواړو بلکې د ترورېزم د له منځه وړلو لپاره يې مصرف کړئ چې د اشرف غني دې کار پاکستاني چارواکي سخت حيران او په رسنيو کې يې غبرګونونه څرګند کړل.
اوس پاکستان په نړيوال سياست کې خپل ځان ويني چې ورځ تر بلې بدناميږي او باور يې له منځه ځي. د ننه په پاکستان کې د سياسي بنسټونو او چارواکو تر منځ اختلافونو، د سوداګرۍ رکود، له لويو ښارونو څخه د پانګوالو وتل، د ځمکو او استوګنځايونو د بيو رالوېدل او دې ته ورته نور ډېر موارد دي چې پاکستان يې په ويره کې کړى او له هرې لارې هڅه کوي تر څو په نړيوال سياست کې له انزوا څخه ځان وژغوري او لويو قدرتونو په خاص ډول د امريکا باور بېرته خپل کړي.
پاکستان له انزوا ژغورنې د هڅو په ترڅ کې يوه هڅه دا هم وه چې د روان لمريز کال د تلې په (٩) مه نېټه د پاکستان لوى درستيز جنرال قمر باجوه له نظامي پلاوي سره يو ځاى کابل ته سفر وکړ او د نورو خبرو اترو تر څنګ يې افغان ولسمشر ته بلنه ورکړه تر څو پاکستان ته ورشي. د باجوه له بلنې وروسته اشرف غني د سياسي ګوندونو له مشرانو او نورو سياسي څېرو سره د مشورې کولو په موخه ليدلي دي.
اوس خبره دلته ده چې که چېرې ولسمشر غني پاکستان ته سفر کوي، نو د کوم باور پر اساس؟ ايا پاکستان به پر خپلو ژمنو صادق پاتې شي ؟ او که د تېر په څېر به د نړيوالو مخ له ځان څخه واړوي.
همدا اشرف غني و چې په ٢٠١٤ م کال کې واک ته له رسېدو سره سم يې پاکستان ته له لوړ پوړي افغان دولتي پلاوي سره سفر وکړ تر څو اړيکې ورسره ښې کړي او پاکستان هم دده د خوشالولو او تېر ايستلو لپاره د توپ يويشت ډزونه وکړل تر څو وښايي چې له افغانانو سره خواخوږي لري.
ولسمشر غني د پاکستان د غوښتنې پر اساس د ملي امنيت پر مخکيني رئيس رحمت الله نبيل فشار راوړ چې استعفا ورکړي او له دندې يې ګوښه کړ، د پېښور پر پوځي ښوونځي بريد کوونکې يې پاکستان ته وسپارل، د حکيم الله مسيد مرستيال لطيف الله مسيد يې لاس تړى اى ايس اى ته ورکړ، داسې ويل کېدل چې پر ډيورنډ کرښه يې د ګډو عملياتو هوکړه ورسره وکړه او داسې نور ډېر څه درواخلئ، خو له دې هر څه سره، سره پاکستان يو ځل بيا پر مخ تور نقاب واچوه او د افغانستان پر وړاندې يې خپلې هغه بربادوونکې تګلارې ته دوام ورکړ چې د کومې پر اساس يې په سيمه کې بنسټ ايښودل شوى دى. د کندز په سقوط کې د پاکستان جنرالانو د جګړې او وسله والو ډلو سوق او اداره په لاس کې لرله چې يو جنرال يې د امريکايي الوتکې په بمبار کې په بې سرحده روغتون کې ووژل شو. په کندهار کې جنرال رازق په ځلونو ويلي چې د هلمند جګړه پاکستاني جنرالان رهبري کوي او ددې تر څنګ چې په کابل او د هېواد په نورو سيمو کې هر څومره خونړي بريدونه کېدل، پړه يې په پاکستان کې وسله والو ډلو پر غاړه اخيسته...
اوس چې محمد اشرف غني د باجواه په غوښتنه پاکستان ته سفر کوي، نو د کومې بيې پر اساس به پاکستان دې ته راضي کړي چې د افغانستان پر وړاندې د وسله والو ډلو له هر اړخيزې حمايي څخه لاس واخلي او دلته ورانکاري رامنځته نه کړي.
موږ وايو له پاکستان سره داسې اړيکې نه غواړو چې د افغانانو د بربادۍ، د ډيورنډ پر سر د پټې معاملې، ملي حاکميت ته د ګواښ او دې ته ورته د نورو ارزښتونو په بيه وي.
خلاصه وايو چې پاکستان ته د اشرف غني ورتګ به د افغانانو په ګټه نه وي، ځکه يووېشت ځله مخکيني ولسمشر حامد کرزي او يو ځل اشرف غني هغه هېواد ته سفرونه کړي، خو په دې ټولو سفرونو کې پاکستان دې ته نه دى تيار شوى چې د افغانستان پر ضد تګلارې څخه پر شا شي او همکاري ورسره وکړي. د باجواه دغه بلنه به د نړيوالو مخ له پاکستان څخه وګرځوي او هغه فشارونه به پرې کم شي چې اوس مهال ورسره مخامخ دى. پاکستان هڅه کوي چې په نړيوال سياست کې خپل باور پيدا کړي او دا هڅه يې لومړۍ له افغانستان څخه ده.
وروستي