
ننګرهار چې د هېواد په
ختیځ لور د لروبرو افغانانو د بیا پیوستون یوه دروازه او په تاریخي خیبر سره د لوی
افغانستان د بشپړتیا او عظمت محاذ دی ، د ژمې په موسم د هېواد پلازمېنه او پخپلې
پستې هوا او سمسورو باغونو سره ، د هېوادوالو لپاره د سرګرمۍ او تفریح ځای پاتې
شوی ، دې اخرو کې د پنجابي دوښمن او د هغو د لاسپوڅو د چلوټو مرکز ګرځېدلای دی .
د فبروري په ۲۵ مه د امریکا غږ په وینا « د ننګرهار
ولایتي شورا غړو او په ولسي جرګه کې ددغه ولایت ځینو وکیلانو د ننګرهار
له والي ګل آغا شیرزي نه غوښتي چې دغه ولایت پرېږدي. دولایتي شورا مرستیال معين شاه
وویل د احتجاج په توګه یې د ولايتيشورا دروازې تړلي او دشورا غړو ګواښ کړی تر
هغو به بیرته شورا ته رانشي چي ددغه ولايت والي او ورسره چارواکي له دغه ولايته ونه
وځي. »
پوښتنه دا ده ، دغه کسان چې د
ننګرهار والي او هغه ته نږدي چارواکي تورنوي ایا دوی خپله له دغو تورونو څخه پاک
او سپين چرګان دي ؟
ایا دوی چې یو څو معلوم الحاله
کورنیو پورې تړلي کسان دي ، لاسونه يي د ننګرهاریانو په وژلو تر منګولو ککړ نه دي ؟
دغو کسانو او د دوی کورنیو
ننګرهار لوټ او چور نکړ ؟ د ننګرهار د قول اردو ټانکونه ، شوبلې ، چرخکې او نور
نقلیه وسایل دوی پنجاب ته یو نه وړل او د ټيپرو په تول يي خرڅ نکړل ؟
د ننګرهار د کانال باغونه ، د
نارجو او زیتونو ونې د پنجاب په لارښوونه دوی ونه وهل او هغه يي پاکستان ته ونه
چلول ؟ د هډي او غازي اباد د فارمونو غواوې او نور څاروي دوي په پنجابیانو لیلام
نکړل ؟
دې روستیو څو کلونو کې چې د
ننګرهاریانو د لاس په تڼاکو او د تندیو په خولو ننګرهار ساتل شوي او یو څه اباد
شوی ، دغه نسبي امنیت او دغه ابادي نه د پنجاب او نه په کور دننه د پنجاب د
لاسپوڅو او تالي څټو په زړه ځاییږي !
یوازې تېره اونۍ موږ د جلال
اباد ښار په کابل بانک کې د خونړۍ پېښې شاهدان یو . دغه پېښه د هغه کسانو په لاس
تر سره شوې چې د پنجابي واکمنانو په لاس روزل شوي او جلال اباد ته را استول شوي .
لکه چې ټولو ته ښکاره ده نیول شویو کسانو پنجاب سره پخپلو اړیکو اعتراف
کړی دی .
بلخوا دغه پېښې سره په تړاو
پنجاب خپلو لاسپوڅو ته دنده سپاري چې له هرې خوا د ننګرهار د نارامۍ لپاره لاس
پکارشي . هغه وکیلان او په ولایتي شورا کې ناست بدماشان چې د اړیکو د رسۍ سر يي ای
ایس ای ته رسیږي ، په درواغو سره د ننګرهاریانو په استازیتوب خبرې کوي . دوی د
مرکزي حکومت په خلاف پورته کیږي او غواړي چې پخپلې بدماشۍ سره ټول ننګرهاریان
بدماش او بلواګر وښۍ . ننګرهار نارام کړي او لکه د سقاو په مهال چې د امان الله
خان په وړاندې شینواري راپاڅېدل دا ځل بیا د اړو دوړ او بغاوت اور له ننګرهاره
پورته کړي !
خو د ننګرهار ولسونه د هر ډول
ستاینې او شاباش وړ دي . د فبرورۍ په ۲۶ مه « د ننګرهار د دوه ويشت ولسواليو زرګونه
وګړو د ننګرهار د ولسي جرګې د ځينو غړو هغه نيوکې غېرقانوني او د وکيلانو له
واک پورته وبللې چې له امله يې دوى د دغه ولايت دمسولينو د بدليدو
غوښتنه کړې وه . »
په هغه غونډه کې چې د ننګرهار د
۲۲ ولسوالیو د استازو په ګډون جوړه شوې وه ، یوه
پریکړه لیک هم خپور شو چې متن يي په دې ډول دی :
« بسم
الله الرحمن الرحيم
نېټه ٦-١٢-١٣٨٩
داچې ننګرهار تل د سولې او
امن کور او ښه نوم ګټلى ، بازسازي په کې شوې او د خلکو ژوند مثبت بدلون
موندلى ، دننګرهار ميشت قومونه تل خپلې مهمې پريکړې په ننګرهارکې
دميشتو قومونو سره په مشورې ترسره کړي ، اوس هم دننګرهار دميشتو قومونو مشران د
وروستيو ستونزو په باب خپل پريکړه ليک دننګرهار دعزت او نوم د ساتنې
لپاره په ډول صادروي .
داچې دننګرهاردولسي جرګې يوشمير
وکيلان په خپل سر دټولو قوانينو خلاف دننګرهار والي ته ځواب ورکړى
، دا دقانون خلاف بولو ، دا دټولو ننګرهاريانو نظر نه بلکې دهغوى شخصي نظر دى.
دننګرهار وروستيو
پيښو ته په پام ددغو وکيلانو دغسې کړنې ، دننګرهار دناامنۍ سبب ګرځي او دښمن ته
دفعاليت زمينه برابروي ځکه هيله لرو چې دغسې تحرکاتوته
خاتمه ورکړو .
په قانون کې دهرچا حقوق او
صلاحيتونه معلوم دي ، دڅوتنو لخوا قانون په لاس کې نيول ، په هېواد کې
انارشيزم ته زمينه برابروي ، ځکه مونږ غواړو چې داوس لپاره ګل اغا شيرزى دوالي په
توګه کار وکړي ، ځکه دا دننګرهار په خير ګڼو .
ننګرهار دڅوتنو کور نه دى ،
بلکې دميشتوقومونو ګډ کور دى او مونږ ميشت قومونه به چاته ددې اجازه
ورنکړو چې دننګرهار امنيت خراب کړي .
مونږ دننګرهارميشت قومونو له
مرکز نه راغلي پلاوي څخه هيله کوو ، چې دولسونو غږ واوري او په دې موضوع کې پوره
دقت وکړي او ننګرهار دڅو تتو دشخصي ګټو قرباني نه شي .
مونږ ننګرهاريان پرمختګ او
بازسازي غواړو ، ناامني نه غواړو ، دواليانو تغير او تبديل دجمهور رئيس کار دى ،
مونږ دجمهور رئيس هرحکم ته درناوى لرو. پاى
وسلام
دننګرهار ددوه ويشت ولسواليو
ولسونه »
د پورته خبرو له یادونې څخه زما
موخه ، په ننګرهار کې د کومې ټاکلې ډلې او یا کړۍ څخه ننګه نه ده بلکې د ننګرهار
له امنیت ، ابادۍ او ښېرازۍ څخه باید ننګه وشي . د ننګرهاریانو له سوکالۍ څخه باید
ملاتړ وشي .
د ننګرهار ولسونه چې هوښیارتیا
يي د ستاینې وړ ده باید نور هم ویښ او بیداره واوسي .
که دوښمن دې مخ کې خم شي غافل مه شه
د لېندې په غـــــــــــــبرګېدو غشی تاو اخلي
اوس به پنجاب او د هغه لاسپوڅې
نویو ګډوډیو ته کمین نیسي ، چې د ننګرهار ولسونه هم باید له تاریخه په پوهې سره
دغسې ګډوډیو مخنیوي ته چمتو واوسي !
ستاینه او شاباس د ننګرهار په
ولسونو !
پای
اخځونه :
ــ تاند او نورې بریښناپاڼې
د ۲۰۱۱ کال د فبروري ۲۸ مه
سرلوڅ مرادزی