ایا ریښتیا زیلینسکي باتور دی؟

فخر افغان پاچا خان د افغانانو ملي مشر، یو وخت ویلي ول چې د افغان پر خاوره جنګ پردی جنګ دی. د هغه د داسې حکم موخه دا وه چې افغانانو ته ووايی چې جنګ د امریکا او انګریز په مشرۍ د لوېدیځ او د پخواني شوروي اتحاد تر منځ دی، افغانان پکې د سون لرګو پتوګه سوځول کیږي او افغان خاوره پکې د جګړې د ډګر پتوګه کاریږي. اوس دا ټولو ته څرګنده ده چې د پاچاخان د دې معجزې وړاندوینې ریښتینولي ثابت شوې او حتی د اوکراین د جګړې په اړه هم د ده وینا صدق کوي چې هلته جنګ د امریکا او انګریز په مشرۍ د ناټو او وروسیې ترمنځ روان دی؛ د اوکراین ولس وژل کیږي او هېواد يي ویجاړیږي!

لږ مهال مخکې یو کندهاري شاعر چې ملي سرود ته يي هم شعر لیکلی، د زیلینسکې په مدحه کې د «اوکراین باتور مشر والدیمیر زیلینسکي» تر سرلیک لاندې، نسبتآ یو اوږد شعر ويلي چې په ځینو بریښناپاڼو کې خپور شوی. د نوموړي له مداحیه کلام څخه دلته د بېلګې پتوګه لاندې دوه بیتونه رااخلم:
داسې پلار به ولې نن نه وي ښاغلی
چې زیلینسکي غوندې زوی يي زیږولی
ټول وطن دې وای په خړو اوبو وړی
یو زیلینسکي دې پر موږ وای پېرزو کړی

د اوکراین په جګړه کې چې د ویجاړیو، پوځي او ملکي تلفاتو شمېر يي څرګند نه دی او هره ورځ يي په ورانیو او تلفاتو ورزیاتیږي، د یو اټکل له مخې ویل کیږي چې تر اوسه ۱۴ میلیونه اوکراینیان له هېواده وتلي، د اوکراین په سلو کې ۳۰ برخه اقتصاد تبا شوی او د سلو زرو تنو په شاوخوا کې یوازې پوځیان وژل شوي. که د جنګ غاړې سولې ته راونه ګرځي او د جګړې اور په همداسې غرغنډو ادامه ولري، اوکراین به په جګړه کې هر څه له لاسه ورکړي.

زیلینسکي، د ناټو او روسيې په جګړه کې د اوکراین ولس او هېواد تباکړ. سبا که د اوکراین جنګ له پوځي لارې او یا د سولې په مټ پایته هم ورسیږي، اوکراین به بیرته هغه ولس او د پخوا پشان هغه جوړ هېواد ونه لري.

د امریکا او ناټو د همکارۍ او ملاتړ لاپې غرضي او موقتي دي. داسې لاپې انګریزانو، امریکایانو او اروپایانو افغانستان ته هم  ډېرې کړی وې. دغو ټولو افغانستان سره ستراتېژیک تړونونه هم لاسلیک کړي ول. کابل کې به د دغو هېوادو ولسمشرانو، بهرنیو چارو وزیرانو او جنرالانو هره ورځ غویمنډ جوړ کړی وو. د ولسمشر کرزي چپن او قره قلي په لندن کې نه ځایېدله. د کرزي د پرتوګ او کمیس نمونه، انګریزي خیاطانو نه شوای ګنډلای. کرزی يي د انګریز د ملکې په ځانګړې ګاډۍ کې هم یو ځل په لندن کې ګرځولی وو. د امریکا پخواني ولسمشر، زوی بوش هم ولسمشرکرزی پخپل ځانګړي موټر کې د واشنګټن په باغونو کې چکر ته ایستلی وو.

انګریزانو ولسمشر غني ته تر ولسمشرۍ مخکې د نړۍ د دوهم متفکر اعزازي لقب وربخښلی وو. کله چې ولسمشر غني امریکا ته وبلل شو، د کانګرس او مشرانو جرګې په ګډه غونډه کې د هغه د وینا پر مهال ورته درې ځلې د دواړو جرګو غړي ودرېدل او د چک چکو په زوږ يي نږدې د تالار چت راغوځولی وو.

دا هرڅه ټولې نړۍ لېدل او زیلینسکې به هم خامخا لېدلې وي. خو همدغه امریکایانو او انګریزانو چې د بشر د حقوقو، سولې، دیموکراسۍ او د تروریزم سره د مبارزې په لاپو شاپو راغلي ول، په پوره بې شرمۍ او بې ننګۍ  په کومه لار چې راغلي ول، بیرته لاړل!
زیلینسکې ته هم امریکا کې داسې تود هرکلی وشو څنګه چې زموږ دواړه ولسمشرانو، ښاغلي کرزي او ښاغلي اشرف غني ته شوی وو. لیری نه ده چې امریکا به زیلینسکي هغه شان پریږدي لکه کومه لوبه يي چې افغانانو سره وکړه. خو هغه وخت به اوکراین ویجاړ او ولس به يي تبا شوي وي!

ویلای شي له امریکا پرته، چې د وسلو د خرڅلاو بازار يی ښه په مزو او چړچو مخته روان دی، تر روسې سربېره د ناتو نورو غړو هېوادو هم په دې جګړه کې پوره تاوان کړی او لا تاواني کیږي. کله کله سړی حیران پاتې کیږي؛ یو افغان چې په شعر، ادب او تاریخپوهنه کې ځانته غوچې وايی، څنګه په افغانستان کې د پنځوس کلونو اوږدو جګړو د شالید سره سره په نورو هېوادو کې د افغانستان جګړې ورته سیناریو ته فکر نه کوي او بې ګودره په سمندر ورګډیږي.

داسې ښکاري چې د شاعر زړه پر افغانانو یخ نه وي او د خپل زړه یخولو لپاره دا ځل ورته زیلینسکی رابولي. خو په افغانستان، د امریکا او لوېدیځ په ۲۰ کلن پیر کې د زیلینسکي پشان د خپل ولس په لسګونو قاتلان تېرشوی. د عطامحمد نور، ګلبدین، اسماعیل خان، دوستم، محقق، احمدشا مسعود، حضرت علي، حاجي قدیر، شیراغا شیرزي، برهان الدین رباني، عبدالله عبدالله، یونس قانوني او په لسګونو نور هغه لنډه غر او جنایتکار دي چې زیلیسنکی يي د پښو ګرد ته هم نه رسیږي!

اوس چې څوک د لویو زبرځواکونو د جګړو لوبو ته ګوري او بلخوا په دې اړه د افغان شاعر دې قضاوت ته:
ټول وطن دې وای په خړو اوبو وړی
یو زیلینسکي دې پر موږ وای پېرزو کړی
سړی ګوته په غاښ پاتې کیږي!