غزل

بیا مې سترګو، نه د اوښکو باران درومي
چې له څنګ مې نازولي یاران درومي

پرون ټول سره په یو محفل کې ناست وو
نن یاران په نامالومه مکان درومي

حجره تشه، دېره تشه، محفل تش شو
څه په بېړه د یارانو کاروان درومي

په باغچه د ګلو، وخته خزان ګډ دی
لا د ګل خوله وازه نه ده، ګلان درومي

خوند به څه د هغه ژوند وي چې انجام کې
نهیلي وي امیدونه، ارمان درومي

چې محفل کې يي لټوي او لېدی نه شي
زړه به ځکه له محفل په فغان درومي

د یارانو منځ کې ژوند، لویه هستي ده
بې یارانو د چا روح و روان درومي

په کوم ښار، کلي چې لار په اشنا نه وي
هغه لار په کلي نه، په بیابان درومي

هر شېبه، هره ثانیه يي دېدن وکړه
غافل مه شه چې له څنګ دې جانان درومي

د دوستانو سره خوند، له ژونده واخله
د بریښنا په څېر په منډه زمان درومي

ژوند څو ورځې او څو شپې ګوتې په شمار دی
مینه وکړه چې د میني دوران درومي

چې د میني بدله کې کرکه پالي
دا کسان به له جهانه پښیمان درومي

د یارانو په پار نښه د وفا ده
خوړ د اوښکو چې په څېرې ګریوان درومي