چارواکي: خوست کې دوه طالبان او پکتيکا کې يو ځانمرګی نيول شوي

په خوست كې د ملي اردو چارواكي وايي چې د دغه ولايت په نادرشاه كوټ ولسوالۍ كې يې له يوه بريد وروسته دوه وسله وال له يوه موټر سره يوځاى نيولي دي،  د چارواكوپه خبره چې خوست ښارته نږدې يې دوه ماينونه او درې د هاوان مرمۍ هم كشف او ترلاسه كړي دي.
 بل پلود پكتيكاچارواكوپه دغه ولايت كې د ځانمرګي بريد په تور د يوتن د نيولو خبر وركړى دى. وسله والو طالبانو تراوسه د دې پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
په خوست كې د ملي اردو د دوه سوه درې تندر قول اردو د اولې لوا قوماندان ډګروال محمدناصرهدايت وايي چې د دوشنبې په شپه د خوست په نادرشاه كوټ ولسوالۍ كې  د ملي اردو لخوا د نيول شوي كمين پرمهال له وسله والو طالبانو سره جګړه شوې او له يوه ساعته جګړې وروسته دوه وسله والو له موټر او وسلو سره يوځاى ونيول شول، د چارواكوپه خبره چې په جګړه كې چاته زيان نه دى رسيدلى.
د ملي اردو چارواكي دا هم وايي چې خوست ښارته څېرمه يې سرتېرو په يوه موټر پسې د لګول شوى چسپكي
ماين په ګډون  درې ماينونه او د هوان مرمۍ كشف او له چاودنو وړاندې بي كاره كړي دي.
 د يوبل خبرله مخې د پكتيكا د والي وياند مخلص افغان وايي چې د پكتيكاپه ارګون ولسوالۍ كې يې سرتېرو يوتن د ځانمرګي بريد كولو په تور نيولى دى، وياند زياتوي چې نيول شوی كس حبيب نوميږي او د دغه ولايت د نکې ولسوالۍاوسيدونکی دى، د ده په خبره چې د نوموي د نيول شوي تن د معلوماتو پربنسټ يې په سروبي ولسوالۍكې يوبل تن هم نيولى دى.