
افغانستان کرکټ بورډ رسنیزه خبرپاڼه:
الهام یاسیني
نن په ننګرهار کې د د افغان ولایتي غوراوۍ سیالۍ څلورمه ورځ روانه ده چې د مارکو شهرا لوبغالي کې د هرات او لغمان ولایتونو لوبډلو لوبه وکړه، په دې لوبه کې پچه لغمان وګټله خو د توپوهنې بلنه یې د هرات لوبډلې ته ورکړه.
د هرات ولایت کرکټ لوبغاړي په ۳۷ اورونو کې ټول وسوځیدل او خپلې مخالفې لوبډلې ته یې ۱۲۰ منډې هدف وټاکه.
د دمې وروسته د لغمان ولایت لوبډلې په توپوهنه پېل وکړ او په ۱۴ اورنو کې یې د ۲ لوبغاړو په ټاکل شوی هدف پوره کړ.
په دې لوبه کې د لغمان ولایت لوبډلې لوبغاړي ډاکټر عبدالرحمن په ۳۵ توپونو ۷۶ منډې وکړي او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
همدارنګه د بهسودو په لوبغالی کې کوچیانو او پکتیکا لوبډلې لوبه کوي چې کله پای ته ورسیږي یو ساعت روسته به یې معلومات ټولو رسنیو ته در واستول شي.
About us: The Afghanistan Cricket Board is the governing body for the game of cricket in Afghanistan and an Associate Member of the Asian Cricket Council and Affiliate Member of the International Cricket Council.
Media Contact:
Contact: Ilham Yasini
Afghanistan Cricket Board Media Department
Email: acb.media@afghancricket.af or afg.cricket.media@gmail.com
Tel: +971509279870 -- +93 (0)789 067 729-- +93 (0)794032340