
د افغانستان کرکټ بورډ
رسنیزه خبرپاڼه:
الهام ياسيني
پرون د ننګرهار په ولایت کې
د افغان ولایتي غوراوۍ سیالۍ پېل شوې، د ځلورو ولایتونو د لوبډلو تر منځ لومړۍ دوه
لوبې پرون د بهسودو او مارکو شهرا لوبغالو کې ترسره شوي.
د ننګرهار د بهسودو په لوبغالي کې د هلمند ولایت لوبډلې د
غور ولایت لوبډلې سره لوبه وکړه، لومړی توپوهنه د هلمند په بلنه د غور ولایت
لوبډلې پېل کړه، د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو د هلمند لوبډلې ته ۱۲۷ منډې
هدف وټاکه.
د هلنمد ولایت لوبډلې ټاکل
شوی هدف مخالفې لوبډلې ته په ۲۰ اورونو کې د د ۵ لوبغاړو
په سوځیدلو پوره کړ او د غوراوۍ سیالۍ لومړۍ لوبه یې وګټله.
په لومړۍ لوبه کې د بهسودو
په لوبغالي کې د هلمند لوبغاړی رحمت الله خان د لوبې غوره لوبغاړی شو.
پرون ورځ دویمه لوبه د مارکو
شهرا لوبغالي کې د نورستان ولایت لوبډلې او پروان ولایت لوبډلو تر منځ وشوه.
نورستان پچه وګټله او په توپوهنه یې پېل وکړ په ۲۰ اورنو کې یې د ټولو
لوبغاړو په سوځیدلو یې د پروان لوبډلې ته ۷۱ منډې هدف وټاکه.
د پروان لوبډلې ټاکل شوی هدف
د نورستان لوبډلې ته په ۱۳ اور کې د درې لوبغاړو په سوځیدلو پوره کړه او د افغان ولایتي
غوراوۍ سیالۍ دویمه لوبه وګټله.
د پروان او نورستان لوبډلو
په لوبه کې د پروان ولایت لوبډلې لوبغاړی خالد خان غوره لوبغاړی شو.
نن د ولایتي غورواۍ سیالۍ
دویمه ورځ ده د بهسودو په لوبغالي کې هلمند د زابل سره لوبه کوي همدرانګه د مارکو
شهرا په لوبغالي کې د ب ګروپ څخه نورستان او بامیان لوبه کوي.
About
us: The
Afghanistan Cricket Board is the governing body for the game of cricket in Afghanistan and
an Associate Member of the Asian Cricket Council and Affiliate Member of the
International Cricket Council.
Media Contact:
Contact: Ilham Yasini
Afghanistan Cricket Board Media Department
Email: acb.media@afghancricket.af
or afg.cricket.media@gmail.com
Tel: +971509279870
-- +93
(0)789 067 729-- +93 (0)794032340