د ناټو دوه سرتيري وژل شوي

د ناټو مطبوعاتي دفتر د افغانستان په ختيځ او سوېل کې د دوه تنو سرتيرو د وژل کيدو خبر ورکړی دی. خبر زياتوي ، چې دغه سرتيري د خدماتو په برخه کې بوخت وو او د چاودنو له امله وژل شوي دي .
د ناټو لخوا د دود په توګه د پېښو په هکله او د وژل شوو سرتيرو د هويت په هکله ډېر څه نه په ډاګه کيږي.