حامدکرزی انګلستان  ته روان شو

کابل ارګ :
 ولسمشر حامد کرزی د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن غرمه د یو درې ورځني رسمي سفر لپاره انګلستان ته روان شو. حامدکرزی به د انګلستان  ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر  دیوید کامرون، مرستیال لومړي وزیر نک کلیګ، د بریتانیا له ولیعهد شهزاده چارلز او د بریتانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو دکمیټې له غړو سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او له افغانستان سره له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د بریتانیا د مرستو او همکاریو د دوام په اړه به خبرې اترې وکړي.همدا راز حامدکرزی به د سې شنبې په ورځ د بریتانیا د دفاع وزیر لایم فاکس، په بهرنیو چاروکې د بریتانیا د دولت وزیر الیستیر بورت، د بریتانیا لوی درستیز دیوید ریچارد او د بریتانیا د نړیوالو مرستو دادارې رئیس مارک لوکاک په ګډون په یوه ناسته کې برخه واخلي چې د افغانستان او سیمې د حالاتو، له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسوولیت د لیږدونې د بهیر، د انکشافي پروژو د پراختیا، له مخالفینو سره د روغې جوړې د بهیر او له افغانستان سره د بریتانیا د اوږد مهالو مرستو د دوام په اړه بحث او خبرې اترې پکې وشي.حامد کرزی  به  د خپل سفر په ترڅ کې په بهرنیو چاروکې د بریتانیا د دولت د وزیر ښاغلي الیستیر بورت په کوربه توب د سوداګرو په یوه غونډه کې ګډون وکړي چې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب به پکې خبرې اترې وشي.
همداراز حامدکرزي به د بریتانیا له موزیم څخه د لیدنې پرمهال په دغه موزیم کې دافغانستان دباختر دګنجنې د اثارو نندارتون هم پرانیزي .