
د یو
شمیر امریکايي رسنیو د راپورونو په بنسټ د سعودي عرب پاچا عبدالله بن عبدالغزیز د
فیس بوک د بنسټګر زوکزبرګ سره په یوه لیدنه کې هغه ته وړاندیز کړی چې د فیس بوک
ټولنیزه ویبپاڼه د ۱۵۰ میلیارده ډالرو په بیه په باچا باندې وپلوري.
سعودي
باچا وروسته له هغه د فیس بوک د رانيولو تکل وکړ چې د عربي نړۍ په پاڅونونو کې فیس
بوک مهمه ونډه لرله او خلکو د فیس بوک له لارې د لاریونونو د منظم کولو چارې پر مخ
بیولی.
که
څه هم د سعودي عرب حکومت دا راپورونه رد کړی دي او ویلي ېې دي چې سعودي پاچا
هیڅکله هم د فیس بوک د پيرلو تکل نه دی کړی.
سعودي
پاچا د دې لپاره غواړي فیس بوک وپيري تر څو په خپل هیواد کې د خلکو د لاریونو مخه
ونیول شي.
د
فیس بوک له خوا د سعودي عرب د پاچا سره ژمنه شوي چې په فیس بوک کې به داسې پاڼو ته
اجازه ورنه کړي چې په سعودي عرب کې د پاڅون راوستلو ته لار اواره کړي.
د
یادونی وړ ده چې په دې ورستيو کې په یو شمیر عربي هیوادونو کې د پاڅونونو په
راوستلو کې فیس بوک ډیر مهمه ونډه درلوده.