افغان ملي غورځنګ د ملي مبارز شیر علي باچا تلين ولمانځه



افغان ملي غورځنګ د خوشال بابا د فکري بهير د اوونيزې غونډې په ترڅ کې د تيرې پنجشنبې په ورځ د افغان ملي مبارز شير علي باچا پنځه ویشتم تلين ولمانځه.
ارواښاد شېرعلي باچا د پښتونخوا د مردان سيمې يو مبارز سياسي او ادبي شخصيت و چې د مزدور کسان او بیا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په چوکاټ کې ېې د لر او بر افغان د یوځای کولو لپاره خپله سياسي مبارزه په مخ بیولې ده.
د افغان ملي غورځنګ غړي اسرار احمد خان په غونډه کې د نوموړي ملي شخصیت د ژوند او اند په اړه خبرې وکړې او ويي ويل چې شیرعلي باچا د لروبر افغان په يووالي کلک باور درلود او دې موخې ته د رسېدو لپاره يې هره وسيله (قلم،سياست، او ټوپک) جايز ګڼل. 
د خوشال بابا د فکري بهير په دې اونيزه غونډه کې حميد الله محمد شاه د اوونۍ مهم سرټکي وړاندې کړل، ورپسې سمیع الله ایلم په افغانستان کې د واک پر سر شخړه چې د کای ایډي د کتاب نوم دی لنډيز ګډونوالو ته ووايه او په پای کې استاد امير جان وحيد احمدزي له رسنيو سره د مرکې مهارتونو تر سرليک لاندې خپل پريزینټيشن وړاندې کړ.
افغان ملي غورځنګ په پام کې لري چې د لر او بر افغان ملي مبارزينو د یادونې او د مبارزو د ستاينې په موخه د دوی لمانځ غونډې جوړې کړي تر څو نوی کهول د خپلو مشرانو له مبارزو خبر او له تجربو ېې زده کړي.
افغان ملي غورځنک هر اوونۍ د خوشال بابا د فکري بهير تر نوم لاندې اوونيزې روزنيزې غونډې کوي تر څو هيوادوال په فکري او علمي برخه کې وروزي.