
ضياالرحمن حبيب سپين غر
په پښتو ژبه کې موږ يو متل لرو وايي :
(مه دومره خوږ شه چې څوک دې تېر کړي او مه دومره تريخ شه چې څوک دې له خولې وغورځوي)
که پورتنى متل په پام کې ونيسو نو اسلام هم وايي تاسې په ژوند کې منځ لاري اوسئ حتى په عباداتوکې هم اوداسې نورو دنياوي چاروکې هم نوله دې بريـښي چې په ورځني ژوند کې منځلاريتوب تر ټولو غوره دى .
که ښه ځېر شو او پورتنى متل په پام کې ونيسوخو وار دمخه که دمتل په اړه ووايو څرنګه چې متلونه دپښتو ولسي ادب لويه برخه جوړوي او دخبرو پر وخت يې استعمال خبرو ته قوت وربښي نو ما هم له همدې امله په پېل کې متل راوړل غوره کړه څو خبره مې تر ډېره بريده اغېز او اثر وښندي.
دالله په دې لويه اوستره نړۍ داسې وګړي شته چې دډېرو بدو خويونو څښتنان دي او الله پرې دښواخلاقو لورينه نه ده کړې اويا يې کورنۍ روزنه په سم ډول نه وي تر سره شوي چې دغه ډول انسانان الله هم نه خوښوي ځکه چې دوې دوګړو زړونه خفه کوي او الله پاک وايي( چې تاسې زما کور يانې کعبه ورانه کړئ خو دانسان زړه مه ازاروئ ).
او په دې اړه يو شاعر هم وايي:
کعبه جوړه ابراهيم کړه زړه جوړ کړى دى الله
وايه مـــــــــــــلا جـــــــانه چې هغه ښــــه ده که دا
ددې برعکس ځيني وکړي شته چې الله پرې ښه اخلاق لورولي وي دغه ډول خلک ډېر سپين نيتي او ډېر خوش باوره وي او په هر چا داسې باور کوي چې هر څوک به زما په ډول وي چې ددغه ډول وګړو پايله داسې وي چې که هر څومره لايقه او وړ وي خو څوک ورته ارزښت نه ورکوي او تل ټيټ وي .او خلک داسې انګيري چې نومـــــوړى له موږ نه ډاريږي .خبره رانه بلا خوا ځي خو ځه خېر دلته اړينه وه چې بايد دې ته ورته ټکي لږ تر لږه روښانه شوي واې راځو خپلې خبرې ته
که پورتنۍ خبرې په پام کې ونيسو نو په نړۍ ځنې خلک شته چې په ژوندکې ميانه روي يا منځ لاريتوب په پام کې نه نيسي چې په ژوند کې هم دغه ستره ستونزه ده چې دا هم اقتصاد کمزرتيا ددې تر څنګ دوخت ضايع او ورته نورې ستونزې زېږوي .لکه څنکه چې مو پورته وويل چې الله هم په کارونو کې منځلاريتوب خوښوي حتى په عباداتو کې هم .نو چې داسې ده نو هر انسان بايد دخپل ژوند دښه کېدو او برياليتوب لپاره منځ لاريتوب په پام کې ونيسي او عمل پرې وکړي څو مو ژوند له ننګونو او ستونز څخه خلاص او خوشاله ژوند څښتنان شي .
ځنې خلک دا ډول کړنې يو چاته دغوړه مالۍ په موخه يا يي يو چاته څه کار بند وي چې دوخت او دکار تر سره کېدو وروسته بېرته هاغه ډول نه وي نو په دغه وخت کې ترې بيا هغه خلک خفه او ماڼېجن وي.
بل ځنې خلک ډېر شتمن وي او په خپل ورځني ژوند کې ډېر لګښتونه کوي خو بيا ځنې وخت ورسره پېسې نه وي او زړه يې بيا هاغه شان لګښتونه او دژوند خوندونه غواړي نو دغلته وي چې بيا دې ته اړ کيږي چې ناروا ،رشوت ،غلا او په نورو لارو چارو پيل وکړي څو ډېرې پېسې لاس ته راوړي دا سمه ده چې ډېرى داسې خلک به وي چې صبرولري او په هغه وخت هم په هغه ډول ژوند له الله څخه خوښ او راضي وي خو بيا هم کورنۍ ستونزې ترې دا هر څه هېروي او ددې تر څنګ نفس او شېطان يې دې ته اړ باسي چې په يادو کارونو لاس پورې کړي.يا ځنيو خلکو په لوړو معاشونو دندې ترسره کړي وي بيا ورته لږ معاش خوند نه ورکوي خو دوې دا فکر نه کوي چې ايا حساب له څو نه پيل دى خو بس چې ورته ووايي چې څه دنده نه لرې نو په ځواب کې به درته وايي چې يار زه دا د...پېسو دندې نه کومه او داسې نورې لوړې لوړې خبرې به کوي.
دپورتني عنوان په اړوند يوه غوره وينا هم شته چې وايي :(داسې ژوند تېرکړه چې تل يې په هماغه ډول تېر کړئ).
منځ لاريتوب په ژوند کې ډېر ښه او مهم دى لکه چې وايې درې شيان لږ کوئ
١-لږې خبرې
٢-لږ خوراک
٣-لږ خوب
که څه هم دلته دلږ لږ کلمه راغلې خو موخه يې دا ده چې په دغه شيانو کې منځ لاري اوسئ .
په دې اړوند په پښتو ژبه کې يو بل متل هم لرو چې وايې:( داسې کار وکړه چې نه سيخ وسوځي او نه کباب ).
دلته هم دمتل موخه منځ لاريتوب دى .نو په دې هيله چې منځ لاريتوب په پام کې ونيسو او په مټ يې خپل ژوند ښکلى او هوسا کړو په همدې هيله .