اړ

ليکوونکى :ضياالرحمن حبيب سپين غر 
       نن سهار بيا هم دنورو ورځو په څېر وختي  له کور نه ووت چې بازار ته ځان ورسوي څو له نورو هلکانو څخه نن ورځ ډېرې پېسې وګټي  او دمور ددرملنې پېسې زر ترزره پوره کړي .ځکه چې داکتر ورته نن په دې ډېر غصه شوى وو چې تاسې سل دوسوه روپۍ راوړۍ په دې مو دوا نه کيږي او هسې ټوکې مو راخستي ،زموږ نوم بدوۍ او   .
په همدې نېت يې لاسي کراچۍ راواخيسته او دبازار په لور روان شو کله چې بازار ته ورسېد نو لاتر دغه وخته څوک نه وو راغلي ده ښه ډېرترموزونونه راواخيستل او دډکولو په موخه هغه لوي چينې ته لاړ چې ډېرې يخې اوبه يې لرلې او هر چا به ترې دڅښلو لپاره اخستلې.جمال هم يو له هغو کسانو څخه وو چې هر سهار به دغه چينې ته ورته اوله دورځې په اوږدو کې به يې ترې بې شمېره داوبو ترموزونه ډکول.
نن هم دغې چينې ته خوښ خوښ ور روان وو او خوښ ځکه ووچې نن يې  له ډېرو هتۍ والو څخه ترموزونه دډکولو په موخه اخستي وواو بل لا تر دغه وخت په چينه کې کې دومره ګڼه ګوڼه نه وه .
     جمال په ډېرې خوښۍ ټول ترموزونه ډک کړل ،خو دا چې تر بازاره پورې تلونکې لارې کې يوه لويه چړايي هم وه له همدې کبله ده دغه ټول ترموزونه ښه کلک په پړي څو ځايه په لاسي کراچۍ پورې وتړل او روان شو ده ټول ترموزونه  ځکه  بارکړل چې څوک نه وو چې ورته يې دامانت په ډول وروسپاري ځکه دى نن ډېر وختي له کور نه راوتى وو.
     کله چې په لوي چړايي ورسم شو نو تر يوځاى پورې لاړ خو بيا ډېر زيات ستړى شو ، په چړايي کې ورته دمه کول هم سخت وواو بل په هغه وخت کې څوک په لاره کې نه ووچې ورسره مرسته يې کړي واى  نو له همدې لاملونو له مخې همداسې په ستړي زړه روان وو يو وخت پر ځان پوه نه شو او لاسي کرچۍ ترې بې واکه شوه او تر څنګ ژور لښتي ته ورولوېده ښه وو دى الله وژغوره خو نور ټول ترموزونه ترې مات  او سوري شو .
جمال راپاڅېده او ترموزونو دا حالت چې يې  وليد نو دا يې له فکر نه ووتل او مور يې سترګو ته ودرېده چې اوس به دهغې ددرملو پېسې څنګه کوي خو زر يې له هغې نه دترموزونو ماتېدو تاوان ته پام شوچې دلاسي کراچې څخه لويدلي وو اوس ورسره دا ويره پېدا شوه چې مانه خو به  دهټيو والا تاوان غواړي نو زړه يې ټينګ نه شو او په کراره دلاسي کراچۍ تر څنګ کېناست او په ژړا يې پېل وکړ دجمال ژړا لا څودقېقې نه وې تېرې چې يو سپين موټر يې تر خوا ودرېده او ده ته ورغږ کړ بچيه دلته راشه !
جمال چې له ډېرې مودې راهيسې دبچې غږ ته تږى وو نو په چټکۍ خواته ورغى او له رسېدو سره سم په موټر کې ناستو کسانو يو بل ته وکتل چې همدا ښه موقع ده .
موټر چلونکي جمال ته وويل ته ولې داسې ژړه غونى يې ؟
جمال ورته ټوله کيسه وکړه .
    په موټر کې ناستو کسانو هسې دمکر خواخوږي پېل کړه او ده ته وويل چې خېر هر څه به سم شي خو که ته زموږ يوه خبره ومنې ته به ډېرې پېسې تر لاسه کړې ؟
جمال ددې خبرې په اورېدو خوښ شو خو يو څه په زړه کې شکي هم شو چې دا ډېرو پېسو خبره لا څه مانا ؟
سړي ته وويل ښه کاکا نو وايه څه خبره ده ؟
    سړي ورته وويل چې ډېر عادي کار دى او هغه دا چې موږ تاته يو دبخار ديګ درکوو ته يې وړاندې څلورلارې ته په پنځه دقيقو کې ورسوه کله چې ته هلته ورسېدې تاته به موږ ډېرې پېسې او هرڅومره چې ته غواړې ،درکړو سمه ده ؟
څرنګه چې جمال په بازار کې لوى شوى وو او ډېر هوښيار هم خو بيا هم هغه متل دى چې وايي(هوښياره مرغۍ نه نښلي او چې نښلي نو په غبرګو نښلي ).
خو بلخوا دى اړ هم وو نو له ځان سره يې وويل راځه که هرڅه وشو وبه شي  او که څه ونه شو نو ډېرې پېسې خو به تر لاسه کړې .
په موټرکې ناستو کسانو په جمال ډېره توندي کوله خو جمال ورته وويل چې سمه ده وړم يې خو زه به دغه دبخار ديګ ګورم ؟
خو که دې هرڅومره په دې خبره ټينګار وکړ خو څه ښه نتيجه يې ورنه کړه  او دوې له زياتې چالاکۍ نه کار واخيست .
جمال په داسې حال کې دبخار ديګ له خلکو نه واخيست چې دوې ورته وويل  په وړاندې  څلورلارې کې يو دپکول والا سړى ولاړ دى هغه ته به دغه امانت وروسپارې ،دى  له ديګ بخار سره روان شو او کاينات په ده يو ډول خواشيني وو خو ده  ته ېې له دې نړۍ څخه دتل پاتې کېدو مرموز غږونه کول .دې لا دوه يا درې دقېقې لار نه وه وهلې چې يو درز شو او دجمال مجبوره هوښياره مرغۍ په غبرګو ونښته .
 
                             شنبه دکونړ ملي راډيو تلوېزيون دخپرونو دثبت او اېډېټ خونه