الان  ګوبیا دفرانسې دبهرنیو چارو وزیر شو

دفرانسې ولسمشر نیکولاسارکوزي  دبهرنیو چارو وزیرې  الیوماري  استعفا ومنله  او ددې پر ځای ېې الان ګوبیا پر دنده وګوماره .
ولسمشر وايي : موږ پریکړه کړې ده ،چې دیپلوماسۍ او امنیت اړونده وزارتونه  له سره  جوړ کړو ، الیوماري  ولسمشر ته خپله استعفا استولې  ده او دا ېې په کې یاده کړې ده ،چې ما په خپله دنده کې له اخلاصه کار اخستې  دی  دا بیا بېله خبره ده ،چې ما په 2010 ز کې دخپلې کلنۍ رخصتۍ پر مهال ځینې تېروتنې کړې دي .
پردې سربېره سارکوزي  ګیرار لونګین  ددفاع وزیر کلوډ ګیینان دکورنیو چارو په توګه ټاکلې دي .