دنور  وزرې او نامریه رڼا



     په ښار کې به دهرې جمعې په ورځ  دلمانځه له پاره دمحمد بن قاسم جومات ته دلمانځه له پاره تللم چې دوه دلیله يې درلودل يو دا چې دمحمد بن قاسم له نوم سره مې له ماشومتوبه  مينه وه او دغه ځوان سرلښکر ته داسلام په تاريخ کې دداسې ستوري لقب ورکړل شوی چې په شنه سهار راوخوت خو په يوه ټکنده غرمه کې دتل له پاره پرېوت ، بله دا چې ددې جامع جومات امام مولانا عبدالقادر صيب داسې کس دی چې تل بې طرفه ، مينځ لارې خبرې کړي اودهر عمر خاوند ته  زړه راښکونتیا لري .
      دا جمعه هم يو څه وړاندې لاړم او هغه ته نږدې ناست وم لکه هغه ته چې هم دامعلومه وي چې ماته ګران دی، اورېدونکی يې یم  او خبرې يې  په غور اورم خلک راتلل ، ده هم خبرې کولې کله چې اصلي خبرو ته راغی نو د دوستۍ او خواخوږۍ په اړه يې دکوم کتاب په لسګونو پاڼې واوړلې او زړه ته يې ننوت ویل  یې چې په هغه دنیا به ددۍ نړۍ ټول ريښتيني دوستان خدای تعالی يوه داسې ځای ته راوغواړي چې په مینځ کې به يو لوی شین سیند چې لوړې څپې او ژور تل به لري راښکاره شي  یو دوست به دسیند دې خوا اوبل به ها خوا وي یو بل به په ښه ډول ګوري خدای تعالی به ورته امر وکړي چې ټول دوستان چې په هغه دنیا کې يې حتی یوه شېبه هم ريښتيني دوستي کړي وي يوبل ته دهمدې سیند له پاسه ورشي ، تلپاتې ژوند دې وکړي ټول به ورمنډې کړي ريښتيني به دسترګو په رپ کې يو بل ته ورسیږي خو ټګان او مطلب اشنايان  چې په ژوند کې يې ريښتينې دوستي نه وه پاللې په همدغه سیند کې ډوب شي او بیا به دسیند په څنډو دېوالونه اوچت شي  يوبه هم له سینده را ونه وځي.
     د مولانا صيب خبرو ته ټول غوږ وو زموږ په صف کې د ګڼو کسانو سرونه ځوړند وو خو هغه ته زما مخامخ کتو وار پار ترې خطا کړې او په سترګو کې يې پوه کړم مخ يې واړولو، خطبې ته اوچت شو په زړه کې مې دخوښیو باران په ورېدو شو هغه زه پوه کړم چې زما دنور وزونه ګوري سر له اوسه ګوري او کله چې خدای پاک خپل بنده ګان هلته راوغواړي  نو زه به دسترګو په رپ کې ستا څنګ ته درسېدلی وم .
      اوس هم په زړه کې  يوه  نامريي رڼا حس کوم چې ستا له نامه سره تړلې او رنګ يې هم زما دغه نوراني  وزرونو ته ورته دی .
 ۱۳۸۹-۱۲-۶