
د کندهار والي وياند زلمي ايوبي په وينا، د دغه وﻻيت د ارغنداب
په ولسوالۍ کې چاودنه شوې، چې په پايله کې يې اته تنه ملکي خلک وژل شوي دي.
دا پېښه د يوې سيمه ييزې لوبې د نندارې پر مهال رامنځته
شوې. ځينو سرچينو په دې پېښه کې د يو شمېر
پوليسو د ټپي کيدو خبر هم ورکړی دی.