
نيټه: ٧/١٢/١٣٨٩ - ٢٦/٢/٢٠١١
کابل - افغانستان
په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې د
هېواد يو ټولنيز او پوځي شخصيت جنرال عصمت الله ميرکي په کابل کې د دي فاني نړي
څخه د هميش لپاره سترګي پټي کړي.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد جنرال ميرکي يو پياوړي، ټولنيز او
پوځي شخصيت ؤ چې د لوړو زده کړو خاوند او کلونه کلونه د هوائي او هوائي مدافع قوا
په لوي قومانداني، د کابل د امنيي مرستيال قوماندان، د کندهار د امنيي قوماندان، د
کورنيو چارو وزارت د مخابري د رئيس په توګه په ډېره سپيڅلتيا او صداقت چاري تر سره
کړي او وروستيو کلنو کې په جرمني کې د کډوال ژوند شپي سباکولي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د جنرال
ميرکي مړينه هېواد او ولس ته يو ضايعه بولي، ارواښاد ته د لوي خداي (ج) د دربار
څخه جنت الفردوس، محترمۍ کورنی، دوستانو او خواخوږو ته ېي جميل صبر غواړي.
روح دي ښاد وي
په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر