د خواخوږي ټولنې د خواشينۍ پيغامونه:

د ارواښاد جان محمد خان محمدي د شهادت له امله د خواخوږي پيغام
 
په خورا خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې په قومي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير، قومي او ټولنيز شخصيت الحاج ډګر جنرال جان محمد خان محمدي د افغانستان د سولي او سوکالي د دښمنانو لخوا په شهادت ورسيد.
انالله و انا اليه راجعون
شهيد جان محمد خان په هېواد مين او دسولي د لاري مبارز شخصيت ؤ چې د سولي د ټنګښت په لاره کې ډېري ستونزي ګاللي وي، د طالبانو په واکمني کې څوکاله زما سره يوځاي د کندهار په استخباراتي محبسونو کې شپي سبا کړي او ډېر تکليفونه ئي زغملي وه.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ده مړينه يوه ملي ضايعه بولي، ارواښاد ته د لوي رب د دربار څخه جنت الفردوس، کورني، دوستانو او د لوي کندهار ربړيدلو خلګو ته د زړه صبر غواړي.
 
په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر
 
د ارواښاد شهيد محمد هاشم وطنوال د شهادت له امله د خواخوږي پيغام
 
په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد وتلي سياسي شخصيت، د سولي او دموکراسي پياوړي مبارز او په ولسي جرګي کې د روزګان ولايت د خلګو منتخب استازي ارواښاد محمد هاشم وطنوال د افغانستان د سولي او سوکالي د دښمنانو لخوا په شهادت ورسيد.
انالله و انا اليه راجعون
شهيد محمد هاشم وطنوال په افغانستان کې د دموکراسي او د سولي رښتني مبارز چې کلونه کلونه ېي د ناخوالو، بدمرغيو او استبداد پر خلاف مبارزه کړي او ډېري ستونزي ېي ګاللي، د ډاکټر نجيب الله د واکمني په مهال د سوله غوښتونکو مبارزينو په قيام کې نيول سوي، په اعدام محکوم او وروسته ېي شپږ کاله بند ګاللي ؤ. د محبس د خلاصيدلو وروسته په افغانستان کې د سولي د ټنګښت د غورځنګ په مشرانو کې پاته سوي ؤ چې د ژوند تر پايه پوري د سولي او پخلايني په لاره کې هلي ځلي کولی.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه او ټول غړي د ارواښاد وطنوال شهادت يوه لويه ملي ضايعه بولي، د لوي څښتن تعالي له دربار څخه شهيد ته جنت الفردوس، درنۍ کورني، ملګرو، دوستانو او د لوي کندهار زوريدلو خلګو ته د جميل صبر غوښتونکي دي.
په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر