
الحاج غرزي خواخوږی
د مارچ پر دوهمه نيټه د روهي ويب پاڼي په
سياسي او ټولنيز برخه کې مي يوه ليکنه د (بلدوزر په څه بدل سو) تر عنوان لاندي تر
سترګو سوه چې د هېواد د کار او زيار د اتل نوميالي مجاهد محترم ګل آغا شيرزي په
اړوند يو مطلب د حقايقو څخه ليري د خواخوږی د ليکني په نامه خپور سوي چې د محترم
ليکوال د شخصي او غرض څخه ډکه ليکنه د هغه په مغرضه کړی پوري تړاو لري، هغه کړی چې
د ځينو بهرنيو او کورنيو مفسدو ډلو چې په افغانستان کې د بيا رغوني سولي او
پراختيا مخالف او د هېواد رښتني خدمتګارانو د شخصيت په بدنامولو او تخريبولو کې
رول لري، د هغوي د هيلو څرګندوي دي.
د خواخوږی تخلص څه د پاسه د اووه لسيزو
څخه را پدي خوا د افغانستان نوميالي ليکوال، شاعر او وتلي سياسي مبارز ارواښاد
استاد محمد ابراهيم خواخوږی او د هغه په کورني پوري تړاو لري.
نو هيله مند يم چې د دغه ليکني د ليکوال
اصلي نوم مشخص سي تر څو چې د نورو شخصيتونو په شخصي تخلصونو باندي د هېواد نوميالي
اتلان تخريب نسي.
ريښتيا هم ښاغلي شيرزي په کندهار او
ننګرهار کې د بيا آبادولو او پرمختيا په ډګر کې د بلدوزر په حيث رول لوبولي او
لوبوي ئي چې ولس او نړيوالو ته څرګند دي. هغه متل دي چې وايي: خدمت
کرده ګناه لازم.
په پاي کې هيله مند يم چې زموږ د هېواد
چاپي او بريښنائي رسني او پاڼي په خپلو خپرونو کې د ليکوالانو د هويت په پام کې
نيولو سره د چا د شخصي تخلص څخه د بل چا په تخريب کې ناوړه ګته وانخلي.