په خوست كې د برياليو او ناكامو كانديدانو د رايو شمارل بياپيل شول

په خوست كې د استناف محكمې ريس وايې چې د دغه ولايت د ولسي جرګې لپاره د تېرو ټاكنو په شميرنه كې يې كمى او زياتى په نښه شوى دى، په خوست كې د برياليو او ناكامو كانديدانو د رايو شمارل وروسته له هغې بياپيل شول چې په كابل كې په همدې موخه د جوړې شوې ځانګړې محكمې له لوري يې غوښتنه وشوه. 
 كه څه هم ځيني پاتې كاندان په دې خوښي څرګندوي او عام خلك فكر كوي چې دا كار به كومه پايله ونه لري،  د رايي شمېرنه پداسې حال كې كيږي چې په خوست كې د ټاكنوريس لا له وړاندې په بند هم محكوم شوى دى.
د خوست د استناف محكمې ريس محمدفاضل عتيق وايي چې د ټاكنولپاره د ځانګړې محكمې لخوا دوى ته هدايت شوى چې په خوست كې د ولسي جرګې لپاره د تېرو ټاكنو د رايو صندوقونه پرانيږي او له سره رايي وشميري، د ده په خبره چې اوس د همدې كار لپاره يو كميسون جوړشوى او د صندوقونوپه كتلويې پيل كړى، كه څه هم نوموړي د چانه نوم ياد نه كړخو زياته يې كړه چې په صندوقونوكې اچول شوي رايې له هغو پاڼوسره توپيرلري په كومو كې چې رايې ليكل شوي دي، د ده په خبره چې د ټولو رايو له شمېرلو وروسته به خپل ريپوټ د هېواد پلازمېنې كابل ته وليږي.
په همدې مهال پرمعترضو كانديدانو سربېره د برياليو نوماندانواستازي هم راغلي وو، ځيني معترض كاندان وايې چې سرله اوسه د برياليو كانديدانو په صندوقونوكې په دومره توپير رايي وليدل شوې چې تمه يې نه كيده ځكه په ځينو پاڼو كې د يوه كانديد په ګټه په سلګونو رايې ليكل شوي خوپه صندوقونوكې يې دومره رايې ونه ليدل شوې.
په خوست كې د دويم ځل لپاره په داسې وخت كې رايې شمېرل كيږي چې په دغه ولايت كې د پراخودرغليوشكايتونه شوي او له امله يې په خوست كې د ټاكنوريس لا له وړاندې په بند محكوم شوى دى، كه څه هم ځيني پاتې كاندان په دې خوښي څرګندوي خوځيني بيافكر كوي چې دا كار به كومه پايله ونه لري.