دترکیې پخوانی لومړی وزیراربکان  ومړ

دترکیې پخوانی لومړی وزیر نجم الدین اربکان  د 85 کلنۍ په عمر نن په انقره کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې  نوموړی دالسعاده په نوم دسیاسي ګوند مشر و اربکان له دې وړاندې  په ترکیه داسلامي خوځښت  له مشرانو اوبنسټګرانو څخه و .
نجم الدین اربکان  ډیره موده په روغتون کې بستر و او له څو ناروغیوسره شکایت کاوه ،چې په دې وروستیو کې ېې روغتیا ډیره خرابه شوې وه .
نجم الدین اربکان په معاصره ترکیه  څو دولتي دندې  ترسره کړې دي ،چې وروستې ېې په 1995 ز کې دترکیې د لومړي وزیر  هغه وه  نوموړی په نړیواله  کچه یوه پيژندل شوې سیاسي څیره وه .
دیادونې ده ،چې دترکیې دوه اغیزمن شخصیتونه رجب طیب اردوګان او عبدالله ګل ېې له شاګردانو څخه دي .