اسراییل : ایران ، حزب الله او اخوان المسلمین  په عربي نړۍ کې دپاڅون تر شا دي

اسراييلي چارواکو تور ولګاوه ،چې ایران ، حزب الله او اخوان المسلمین  په عربي نړۍ کې پاڅون ته لمن وهي او پسپنه ورکوي  او چې څرنګه ېې خوښه وي هغه ډول ېې رهبري کوي  او ډیر ژر به دوی  اردن او لبنان  ته هم راورسیږي  .
یعدیعوت احرونوت  ورځپاڼې له یو اسراییلي چارواکي دا خبره نقل کړې ده : موږ په ډیره اندېښنه دایران  ، حزب الله او اخوان المسلمین  هغه هڅې څارو ،چې دوی غواړي پر پېښوخپل اغیز وښندي ،داسراییلو له انده رادیکالي اسلام  اوس  ډېر فعاله شوېدی  مشران ېې ورته بسپنه پیدا کوي او رهبري کوي  اوس ،چې موږ دتلویزون  پر پرده څه ګورو دا داستبدادي نظامو پر وړاندې  ډیموکراتیک اوښتون دی .
دا روانه  څپه  تر لیبیا محدوده نه ده بلکې ګردې عربي نړۍ ته به  مخه کړي ،چې دلبنان او اردن  په څیر هېوادونه  هم ترې نشي  ژغورل کیدای .