
دغزني په ښار کې نيو ل شوی يوتن بهرنی تبعه دطالبانو په لاس کې دی طالب ویاند
ذبیح الله مجاهد روهي ویبپاڼې ته
وویل : څه موده وړاندی دغزنی
ولايت په مرکزکې
يوتن کانډايي تبعه چې
روډ پورډ (Rutherford
Colin,mackenzie) نوميږي او دکانادا دتورنتو ښار(169)سټرټ اوسيدونکی
ده په خاصو عملياتوکې نيولی ده چې اوس هم دطالبانو په لاس کې دی ،له دغه کانادایي تبعه څخه
د تحقيقاتو په نتيجه کې څرګنده شوې چې دی په غزني کې
دخاصو استخباراتي معلوماتو دراټولولپاره سيمي ته ليږل شوی وه څوپه سيمه کې دطالبانو داستوګنځايونو په
اړه معلومات لاسته وروړی او دا سی اسنادهم ورسره نيول شوي دې چې دده مرموز
فعالیت اواستخباراتي کړنې څرګندوي ،په پام کې ده چې په نيږدې راتلونکي کې ددغه کانادايي
تبعه ويډيو هم دمطبوعاتو په واک کې ورکړل شي .
ديادونې وړده چې دنوموړي
کس په باره کې دکانادا دحکومتي هيئت سره تماس نيول شوی ده خو دهغو شرائطوپه اړه کوم
مثبت پرمختګ نده لاسته شوی چې دهغوی له
مخې نوموړی کس خلاصيدلی شي .