اردوګان : لویدیځ باید لیبیا ته فکر وکړي نه تیلو ته

دترکیې لومړي وزیر رجب  طیب اردوګان  پر لیبیا داقتصادي بندیزونو له وړاندیز سره مخالفت وکړ ځکه دا دالقذافي پر ځای  ولس ته زیان  رسوي  داردوګان  له انده لویدیځوال  د لیبیا دوګړو پر ځای دخپلو اقتصادي ګټو په اړه فکر کوي او هره پریکړه دهمدې حساب له مخې کوي .
اردوګان ،چې په انقره کې ېې خپل ولس ته د تلویزون  له لارې  وینا کوله  : هره لاسوهنه  وضعیت نورهم خرابوي  دا به  حکومت ته هیڅ ډول زیان  ونه رسوي بلکې وګړي  به اغیزمن  کړي  پربندیزونو به  په نړۍ کې هیڅ ډول سوله  رامنځته نه کړې .
زه له نړیوالې ټولنې غواړم ،چې دنړیوالو ، انساني ارزښتونو په رڼا کې  پریکړې وکړي نه د تیلو په رڼا کې ، زه له نړیوالې ټولنې غواړم ،چې په لیبیا کې لاسوهنه  بنده کړي .