
افغانستان میشت ناټوځواکونه
وايي دهېواد په سویل کې به
امریکايي ځواکونه له طالبانو سره دجګړې پرمهال M1 او M2 ټانګونه هم کاروي دا
ټانګونه به امریکايي سمندري ځواکونه
ته دا وړتیا ورپه برخه کړي ،چې دطالبانو
میشتځایونه په دقیقه توګه په نښه کړي او له منځه یې یوسي .
جنرال میلز وايي
: دهلمند ځمکه ددې ټانګونو او عملیاتو
لپاره وړ ده او زموږ هر هدف به په دقیقه توګه له منځه ځي دا ټانګونه دا وړتیا لري ، چې په ډیره لرې فاصله کې هم
څه وګوري ځکه دهلمند ځمکه له طبیعي
خنډونو لکه غرونو اوغونډیو خالي ده .
دا لومړی ځل دی
،چې امریکايي ځواکونه دافغانستان په جګړه
له جنګي ټانګونو کار اخلي دیادونې ده ،چې کاناډايي ځواکونو هم جنګي
ټانګونه په جګړه کې کارولې و .