امریکایان  په کونړ کې دپیچ دره پریږدي

پنتاګون اعلان کړې دی ، چې امریکايي ځواکونه  به په  نږدې راتلونکي کې دکونړ ولایت  له پیچ درې ووځي  .
دپنتاګون ویاند وايي : په ختیځ کې دامریکايي ځواکونو قومندان  جون کامبل  دا ډول پریکړه کړې ده او غواړي  ،چې په ګرد کونړ کې خپل ځواکونه خپاره کړي  تر څو امنیت په ښه توګه رامنځته شي ، پردې سربېره به  امریکايي ځواکونه  هغه  استوګنځایونه  هم وساتي ،چې لیرې پراته دي ، بل زموږ سرتیري  نشي کولای ،چې دکونړ ولایت  ټولې درې  وساتي ځکه دا ولایت  له درو ډک دی .
نیویارک  ټایمز کاږي : امریکايي ځواکونو د روانې میاشت پر پنځلسمه  نېټه له  پیچ درې  دخپلو ځواکونو د راویستلو لړۍ پیل کړې ده ، خو افغاني هغه به هلته پاتې وي .
دیادونې ده ،چې پیچ دره ستراتیژیکه نقطه ده ،چې له نورستان  ولایت  او شمال ختیځ ولایتونه  له ختیځ  سره نښلوي  اوس  به  وسله  وال مخالفین وتوانیږي ،چې په ډیره اسانۍ  شمالي ولایتونو ته لار پیدا کړي ځکه امریکايي ځواکونه  پخوا هم ګړونګل او ګامدیش ولسوالیو څخه  راوتلې و .