
د پښتو ژبې نومیالی لیکوال، ژبپوه او څېړونکی استاد محمد اصف صمیم غواړي، چې په ننګرهار کې د ( کتاب سیمنیار ) سیمینار جوړ او د حمزه کتابتون پرانېزي په همدې موخه د لر او بر پښتنو ادیبانو، شاعرانو او د کتاب مینه والو ته بلنه ورکوي، چې په دغه پرتمین سیمینار او د ستر حمزه د کتابتون د پرانستې په غونډه کې برخه واخلي.
د دغه سیمینار په اړه پر بلنلیک څېړونکي استاد حبیب الله رفېع یوه لنډه یادونه لیکلې:
(( د کتاب سیمینار او د حمزه کتابتون د پرانستغونډې درنو ګډونوالو ته زما سپارښتنه او وړاندیز دی، چې د حمزه کتابتون د بډاینې لپاره د کتابونو له ډالۍ سره راشي.
مننه څېړوندوی حبیب الله رفېع ))
وخت: جمعه ۱۳۸۹ / ۱۲ / ۱۲ د سهار نهه بجې
ځای: صمیم بڼ ، کامه، ننګرهار
د یادونې وړ ده، چې له کابله د تلونکیو فرهنګیانو لپاره د موټر اسانتیا هم برابره شوې خو د ډېرو معلوماتو لپاره په لاندې شمېر اړیکه نیولای شی.
غږمل: ۰۷۰۰۳۸۲۰۳۰